د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

خوستي فعالان: د ځوانانو د جذب لپاره شفاف سیستم ته اړتیا ده


د خوست یو شمېر ځوان مدني فعالان وايي چې ګوندي او سمتي اړیکو همدارنګه په نظام کې د واسطې او پيژندګلوي ناسم دود د دوی د پرمختګ او د حکومت په مدیریتي چارو کې د ځوانانو د ګډون مخه نیولې ده.

دوی یادې څرګندونې د دوشنبې په ورځ په خوست کې د ځوانانو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډې کې وکړې.

مدنی فعال انجینر هلمند ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال ګڼو ځوانانو په خپلو شخصي لګښتونو تر ماسټري او دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې کړي، خو تر څو چې دوی تنظیمي ارتباطات، واسطې او نورې ناقانونه لارې چارې ونه لري، نشي کولای یو مناسب موقف ترلاسه کړي.

نوموړی زیاتوي چې حکومت باید د ژمنو او مسلکي ځوانانو د جذب لپاره یو شفاف او منظم کدري سیستم رامنځته کړي.

انجینر هلمند زیاتوي:

"زموږ ځوانان د حکومت له مرستې پرته په خپلو امکاناتو توانېدلي چې تر ماسټري او دوکتورا پورې تحصیلات ترلاسه کړي، اما دلته زموږ په دولت کې مشکلات شته، مشکلات دادي چې تر څو یو ځوان پيژندګلوي او واسطه ونه لري، نو تر یو موقفه ځان نشي رسولای، زما نظر دادی چې باید دې ته یو قوي سیستم رامنځته شي، تر څو د هغه سیسټم په ذریعه که شخص او تاید کوونکی هم ونه لري نو هغه اسناد او ډاکومینټ يې تر هغه موقفه ورسوي."

افغاني ځوانان ډېری وخت شکایت کوي چې دولت د دوی کارموندنې او زده کړو بهیر ته لازمه پاملرنه نه ده کړې.

د ولسي جرګې د ښوونې او روزنې، لوړو زده کړو، دیني او فرهنګي چارو د کمېسیون رييس کمال ناصر اصولي هم ورته نظر لري او زیاتوي چې جګړې او په نظام کې د پخوانیو جنګي ډلو د افرادو قدرت د دې لامل شوی چې د هېواد ځوان نسل ته لازمه پاملرنه ونشي.

کمال ناصر اصولي وايي:

"زموږ د ګران هېواد افغانستان تقریباً ۶۵ سلنه نفوس ځوانان تشکیلوي، اما د ځوانانو دا لویه برخه لا هم د دولت د جدي پاملرنې لاندې نه ده، دوه علتونه يې دا ښیو چې د افغانستان تير او روان جنګونه او د جنګونو وروسته د هغو ډلو ټپلو قدرت ته رسېدل چې دوی همیشه د قدرت د انحصار کوښښ کړی دی."

د خوست والي حکم خان حبیبي د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د لمانځغونډې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل،اوس هغه وخت رارسېدلی چې د ځوانانو رول په ټولنه کې عملاً ثابت شي.

نوموړی وړاندې وايي چې غواړي تر دې وروسته په سیاسي او حکومتي مسایلو کې د ځوانانو سره سلا مشورې وکړي او د ځوانانو د مشورو په رڼا کې د حکومتوالۍ مسایل پرمخ بوځي:

د خوست والي حکم خان حبیبي
د خوست والي حکم خان حبیبي

"ځوانان د یوې ټولنې مهم قشر دی، د ملا تېر يې دی، بناً همدې اصل ته په کتو د ټولنې په ټولو مهمو مسالو کې باید ځوانان رغنده ونډه ولري، د دوی نظرونو ته باید احترام وشي او په ټولو عرصو کې د ځوانانو توان ته په کتو باید دوی ته مناسب چاپیریال مساعد او د دوی رول په ټولنه کې عملاً ثابت شي، تر دې وروسته به زه ستاسو ځوانانو سره په ټولو مسایلو کې مشورې کوم او ستاسو د مشورو په بنیاد به ټول سیاسي او حکومتي مسایل مخ ته بیایو."

په خوست کې یو شمېر ځوان مدني فعالان داسې مهال فساد او د ځنو ډلو او کړیو فشار د خپل پرمختګ په مخکې خنډ په ګوته کوي چې د شنبې په ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د ځوانانو روزنیز پارلمان ته په خبرو کې د ځوانانو رول با ارزښته وښود او زیاته يې کړه چې افغانان له حده زیاتې ستونزې لري او یوازې ځوانان کولای شي یادې ستونزې په خپلو کې د ملي یووالي له لارې له منځه یوسي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG