د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان نېږدې ټول نړیوال کنوانسینونه او له یو شمېر مهمو هېوادونو سره دوه اړخیز تړونونه لاسلیک کړي دي خو د ځنیو په پلي کېدو کې ستونزې موجودې دي.

د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال نصیر احمد اندېشه د دغو ستونزو د حل په اړه یو ورځني ورکشاپ کې وویل، هڅې یې پیل کړي چې د دغو تړونونو د پلي کېدو په برخه کې پرتې ستونزې هوارې کړي.

د افغانستان حکومت د امریکا له متحده ایالاتو، انګلستان، جرمني، فرانسه، فنلنډ، ډنمارک، سویډن، ناروې، چین، هند او عربي متحده اماراتو سره ستراتېژیک تړونونه لاسلیک کړي.

خو د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وایي، د ځینو کنوانسینونو او تړونونو متن غلط ژباړل کېږی او ځینې تېروتنې لري چې د اصلاح لپاره‌یې هر اړخیزو اقداماتو ته اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG