یو شمېر عام خلک او د ښځو مدافع ټولنې شکایت کوي چې د عدلي او کشفي ارګانونو لهخوا د مجرمینو نهنیول او لازمه سزا نهورکول د دې باعث شوی چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ورځ تر بلې زیات شي.
زموږ په ټولنه کې یو له دې تاوتریخوالي نه چې مېرمنې ورسره ډېرې مخ دي د کورنیو لهخوا په جبر او واړه عمر کې د نجونو ودول دي چې دا کار بیا خپله تاوتریخوالي ته زمینه برابروي، که یوه نجلۍ په زور واده ته نهحاضريږي د خپلې کورنۍ لهخوا تاوتریخوالی ویني او که بل کور ته په جبر یا واړه عمر کې ودېږي د خسرګنۍ لهخوا تاوتریخوالی ورسره کېږي.
د همداسې تاوتریخوالي یوه قرباني د سنمګان ولایت د درې صوف ولسوالۍ اوسېدونکې زلفیه ده چې پلار یې د دې په غیاب کې دا نامزده کړه او کله چې دې له نامزدۍ انکار وکړ نو هغه شخصیې کور ته راغی دایې تر وهلو ټکولو وروسته له ځان سره بوتله او تجاوز یې هم پرې وکړ.
د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
جوړوونکې: مسعوده نیازۍ