د لاسرسي لېنکونه

د امريکا د جنوبي ايالت لوېزيانا والي وايي، د دغه ايالت په جنوب کې د درنو سېلابونو له کبله شاوخوا زر کسان مؤقتو استوګنځايونو ته لېږدول شوي او شل زره نور کسان له سېلاب ځپلو سيمو ژغورل شوي دي.

د لوېزيانا والي جان بيل اډواردز دا خبره پرون يوه کنفرانس ته وکړه:

"موږ غواړو ټولو ته خبر ورکړو چې دا يوه جدي او داسې پېښه ده چې لا هم ادامه لري. نن سهار هم اوبه په ګڼو سيمو کې په لوړېدو دي."

د اډواردز په خبره، ولسمشر بارک اوباما زنګ ورته وهلى او ويلي يې دي چې د لوېزيانا د جنوبي برخو د اوسېدونکو په فکر کې دى او دعا ورته کوي.

دغه راز فډرال حکومت به د دوى ټينګ همکار وي.

XS
SM
MD
LG