د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۱

یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان په اړه تبصرې کړي


سټارس اينډ سټرايپس

بلې امريکايۍ ورځپاڼې سټارس اينډ سټرايپس په خپله تازه ګڼه کې د امريکا د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره د جمهوريت غوښتونکي ګوند د کانديد ډونالډ ټرمپ د وياندې په حواله ليکنه خپره کړې چې د افغانستان د جګړې پيل‌يې د اوباما کار بللى دى.

د ښاغلي ټرمپ وياندې کاټرينا پييرسن د شنبې په ورځ پر "سي، ان، ان" ټلوېزيون پر ولسمشر بارک اوباما تورونه ولګول.

هغې ويلي، بارک اوباما چې په ٢٠٠٩میلادي کال کې واک ته ورسېد، افغانستان ته په مخه کولو سره بله ستونزه ايجاد کړه.

په داسې حال کې چې په ٢٠٠١ میلادي کال کې، امريکا د جورج ډبليو بوش د واکمنۍ په وخت کې پر افغانستان نظامي حمله وکړه، سټارس اينډ سټرايپس ورځپاڼه د مېرمنې کاټرينا په حواله ليکي چې ويلي يې دي، دا ولسمشر اوباما و چې د افغانستان جنګ‌يې پيل کړ.

ورځپاڼه ليکي، "CNN" ټلوېزيوني شبکې د دې موضوع د بيا تائيد لپاره د ډونالډ ټرمپ له وياندې بيا پوښتنه وکړه، ايا بارک اوباما پر افغانستان نظامي حمله پيل کړه؟

کاټرينا پييرسن ويلي: هو! د افغانستان جنګ د اوباما جنګ دى.

ورځپاڼه زياتوي چې د ډونالډ ټرمپ انتخاباتي کمپاين په دې اړه څرګندونې نه دي کړي.

لاس انجلس ټايمز

د امريکا چاپ لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې تر دې سرليک لاندې ليکنه خپره کړې؛ افغان ځواکونه د طالبانو لاس ته د يوه بل لوى ښار د لوېدو د مخنيوي لپاره په جګړه بوخت دي.

د ليکنې په پيل کې په هلمند کې روان وضعيت ته کتنه شوې چې په وروستيو کې د سختو جګړو شاهد و.

ورځپاڼه زياتوي، په وروستيو مياشتو کې د شديدو جګړو په لړ کې افغان سرتېرو او پوليسو چې د امريکا د هوايي حملو ملاتړ ورسره و، د هلمند په څلورو ولسواليو کې د سخت دريځو وسله‌والو پرضد جګړه وکړه.

د ليکنې په حواله هلمند ولايت د افغانستان په کچه د تارياکو د توليد او د وسله‌والو طالبانو د فعاليت عمده مرکز ګڼل کېږي.

لاس انجلس ټايمز زياتوي، وروسته له هغې چې تېر کال د کندز ولايت مرکز د څو ورځو لپاره د وسله‌والو طالبانو لاس ته ورغى، د هلمند د مرکز لښکرګاه په مربوطاتو کې جګړه، د هېواد پر يوه ستراتېژيکه برخه د افغان حکومت د ولکې ټينګولو په وړاندې يو ګواښ ګڼل کېږي.

ورځپاڼې د افغان پوځي چارواکو هغه څرګندونې هم راخيستي چې ويلي يې دي، تېره اوونۍ سرتېرو او پوليسو شاوخوا ٢٠٠ وسله‌وال طالبان د لښکرګاه له مربوطاتو شاتګ ته مجبوره کړي او د سړک د غاړې ٢٠ بمونه‌يې چې سخت دريځو وسله‌والو ځاى پر ځاى کړي وو، شنډ کړي دي.

په ليکنه کې راغلي، د دغو جنګونو له کبله په زرګونو کورنۍ مجبوره شوې چې نورو سيمو ته کډه وکړي او په لښکرګاه کې پر هغو لږ شمېر مجهزو روغتونونو فشار زيات شوى چې هڅه کوي د وروستيو ناامنيو له کبله د ټپيانو تداوي وکړي. د ورځپاڼې په حواله په دې ښار کې درې لکه کسان ژوند کوي.

د ناټو چارواکي وايي، د امريکا جنګي الوتکې هم چې د امريکا په مشرۍ د ناټو په چوکاټ کې د افغان قواوو مرسته کوي، د جولاى له ٢٩مې ٣٠ هوايي حملې کړې دي.

په هلمند کې د ملي اردو د درېيمې لوا قوماندان ډګروال نعمت‌الله خليل ويلي، وسله‌وال طالبان نېږدې دوه اوونۍ مخکې هغه وخت د سيمو په نيولو وتوانېدل چې پوليسو په نادعلي ولسوالۍ کې د ٢٧ پوستو له جملې زياتې پوستې پرېښودې.

د لاس انجلس ټايمز په ليکنه، افغان چارواکي اوس دا موضوع څېړي چې پوليسو ولې له جګړې پرته دغه پوستې پرېښودې، خو ځينې شکونه شته چې ښايي وسله‌والو طالبانو د هغو پوستو پوليسو ته پيسې ورکړې وي.

XS
SM
MD
LG