د لاسرسي لېنکونه

د عراق کرد ځواکونه وايي، د داعش تر ولکې لاندې ښار موصُل پنځه کلي يې نيولي دي.

د موصل په ختيځ کې دغه کلي د هغو عملياتو په نتيجه کې نيول شوي چې پرون سهار پيل شول.

د کردانو محلي امنيتي شورا په يوې اعلاميه کې وويل، کرد قواوې چې امريکا يې ملاتړ کوي، په پام کې لري، پر داعش سخت دريځې ډلې د فشار زياتولو لپاره- ګڼ نور کلي هم تصفيه کړي.

د شورا په اعلاميه کې ويل شوي چې پنځوس کېلو متر-مربع ساحه تصفيه شوې ده.

اعلاميه زياتوي چې د امريکا په مشرۍ ائتلاف په هوايي حملو سره د دغو عملياتو ملاتړ کوي او په يوې دغسې حمله کې يو موټر بم ويجاړ کړل شوى دى.

د کردانو د پېشمرګه ځواکونو يوه مشر بريد جنرال ديداون خورشيد توفيق پرون وويل، دا عمليات لا هم روان دي.

موصُل د عراق دويم لوى ښار دى چې داعش ډلې د ٢٠١٤م کال په نيمايي کې تر خونړيو حملو وروسته ونيوه.

د عراق صدراعظم حيدرالعبادي ژمنه کړې چې د روان ميلادي کال تر پايه به دغه ښار له سخت دريځو وسله‌والو ونيسي.

XS
SM
MD
LG