د لاسرسي لېنکونه

له انګریزانو نه د افغانستان د استقلال د بیا اخیستو د ۹۷مې کلیزې په ویاړ د یکشنبې په ورځ په کابل کې د درېیو ولایتونو د نجونو د بایسکل ځغلونې سیالۍ تر سره شوې.

په دغو سیالیو کې د بلخ، بامیان او کابل نه لسو نجونو برخه اخيستې وه چې سیالۍ د برهان الدین رباني له پوهنتونه پیل او د پغمان ولسوالۍ تر تاق ظفر پورې یې دوام وکړ.

په یادو سیالیو کې معصومې علي زاده لومړی، زهرا علي زاده دوهم او رخسار درېیم ځای خپل کړ.

د لومړي مقام ګټونکې معصومه علي زاده وايي، باید نورې کورنۍ هم خپلو لوڼې پریږدي څو سپورټ ته مخه کړي.

اغلې علي زاده وايي:

"خلک نه غواړي چې نجونې بایسکل وچلوي او همدا سیالۍ د خلکو د ذهنونو د پرانیستو لامل کیږي، څو هغوی تر ډېره د نجونو د بایسکل ځغلونې سره اشنا شي او ورته عام شي چې څو خپلو لوڼو ته اجازه ورکړي چې بایسکل ځغلولو په سیالیو کې برخه واخلي."

په ورته وخت کې دغه ښځینه بایسکل ځغلونکي وايي، د یو شمېر ستونزو سره لاس او ګریوان دي چې حکومت باید د دوی غوښتونو ته مثبت ځواب ووایي، څو افغان نجونې هم د بهرنیو هېوادونو د ښځینه ورزشکارانو په څېر پرمختګ وکړي.

له دې ډلې نه یوه هم نرګس حکیمي وايي:

"په افغانستان کې لا هم نجونې په ټیټه سطحه کې قرار لري، نجونو ته ځانکړي پاملرنه نه کیږي، خو انشاالله په راتلونکي کې د نجونو په هلو ځلو سره به د ورزش په برخه کې به زیات پرمختګ وشي، که لازمې مرستې وشي انشاالله پرمختګ به وکړي."

د المپیک د ملي کمېټې د بایسکل ځلغونې د ریاست رئیس صادق صادقي هم وايي، په ځای د دې چې په افغانستان کې ورزش وده وکړي ورځ تر بلې په شاه تګ کوي چې د ده په خبره یوازني علت یي د مافیايي ډلو په لاس کې لوېدل دی.

افغانستان په ۱۹۱۹میلادي کې د شاه غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال له انګریزانو نه بیا ازادي ترلاسه کړه خو د هغې وخت یادونه اوس په بېلابېلو پروګرامونو سره لمانځل کيږي چې یوه یې هم د هغې ډلې نه د نجونو د بایسکل ځغلولو سیالیو یوه وه چې د یکشنبې په ورځ تر سره شوه.

XS
SM
MD
LG