د لاسرسي لېنکونه

کابل کې د څلورو زونونو د لوبغاړو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ پیل شوې.

د افغانستان د سوک وهنې د همغږۍ مسؤل وحیدالله حمیدي نن ازادي راډیو ته وویل چې له دغو څلورو زونونو ۲۰ تنه غوره لوبغاړي ملي ټیم ته انتخابیږي.

ښاغلي حمیدي د دغو لوبو د هدف په اړه وویل:

"له دې سیالیو هدف ملي ټیم ته د غوره لوبغاړو ټاکنه ده، ترڅو وکړای شي نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي او د افغانستان لپاره ښې لاسته راوړنې ولري."

د ښاغلي حمیدي د خبرې په اساس دغه سیالۍ پرون پیل او تر لسو ورځو به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG