په پکتيا کې يو شمېر مدني فعالانو او د ښار اوسېدونکو د پاکستان پر ضد مظاهره وکړه او د اګسټ ۱۴مه چې پاکستان يې د خپلې ازادۍ ورځ بولي او هر کالیې لمانځي يوه توره ورځ یاده کړه.
د پکتيا لسګونه ځوانانو، مدني فعالانو او د ښار اوسېدونکو چې، "پاکستان د ترهګرو ملاتړی"، "د اګسټ ۱۴مه توره ورځ" او "پاکستان د ترورېزم ملاتړی هېواد" او نور ګڼو عنوانونو لاندې شعارونه له ځانه سره لېږدول مظاهره کړه.
مظاهرهچيانو په افغانستان کې روانه جګړه د پاکستان کار وباله او ويليې چې په دوامدار ډول د افغانانو او په عموم کې د مسلمانانو په خلاف په جګړه کې ښکېل دي.
د مظاهرې دوه تنه ګډونوال وايي:
"موږ د پاکستان پر ضد راوتلي يو، دوی په هرځای کې د مسلمانانو په ضد کارونه کړي دي او کوي يې او ټول قتل دوی شروع کړی دی، دوی ټول مسلمانان قتلوي او دوی د مسلمانۍ لياقت نهلري دوی بايد په تور لېسټ کې حساب شي."
"موږ د پاکستان په ضد راوتلي يو، پاکستان مسلمان نهده، پاکستان يو بل اسرائيل ده چې افغانان قتلوي او په دوی باندې ظلم کوي، ټول مسلمانيې ختم کړل دا دويم نمبر اسرائيل ده."
دوی پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې پاکستان دې له ترهګرو سره د ملاتړ او هغوی ته د مالي امکاناتو برابرولو په تور په تور لېسټ کې شامل کړي او ورسره شته اړيکې دې ختمې کړي.
د مظاهرې سمبالونکي او مدني فعال فريد احمد تسکين وويل چې دوی د اګسټ ۱۴مه د نړۍ لپاره يوه توره ورځ ګڼي، نه د پاکستان ازادي او وايي چې په دغه ورځ د پښتنو او بلوڅو په سينه کرښې تېرې شوې دي.
ښاغلی تسکین وايي:
"نن ۱۴ د اګسټ د پاکستان ازادي نه، د نړۍ لپاره يوه توره ورځ ده، په دغه ورځ د سنديانو، بلوچانو او پښتنو په سينو باندې يوه توره کرښه وکاږل شوه او موږ دا د ټولې نړۍ لپاره توره ورځ يادوو او پاکستان د ترهګرو ملاتړی او مصنوعي هېواد دی."
ده له نړيوالې ټولنې او ملګري ملتونو د سرمنشي ادارې او نړيوالې محکمې څخه وغوښتل چې له پاکستان څخه د بابړې د شهيدانو پوښتنه وکړي او دغه ورځ په نړۍ کې د تورې ورځې په نوم ونوموي.
د پاکستان پر ضد دا مظاهره په داسې حال کې کېږي چې تر دې وړاندې هم مدني فعالانو او ځوانانو لسګونه وارې مظاهرې کړې دي او دغه هېواد یې د ترورېزم ملاتړي په نوم بللی دی.