د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان ولسي جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي وايي، افغان ولس او نړیواله ټولنه هېڅکله په داسې حکومت باور نه‌شي کولای چې مشران‌یې په لویو مسایلو کې واحد دریځ ونه‌لري.

د ولسي جرګې د اداري پلاوي غړی او د جرګې لومړی منشي عبدالرؤف انعامي وايي، د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ د اختلافاتو زیاتوالی به ولس بېرته ۱۴ کاله پخواني حالت ته وروګرځوي.

د ولسي جرګې د اداري پلاوي غړی او د جرګې لومړی منشي عبدالروف انعامي

د ولسي جرګې د اداري پلاوي غړی او د جرګې لومړی منشي عبدالروف انعامي

ښاغلي انعامي زیاته کړه:

"زه باور لرم چې د اختلافاتو دوام افغان ولس بېرته ۱۴ کاله پخواني حالت ته ورګرځولای شي، له هر لوري چې اختلافاتو ته لمن وهل کېږي او د اختلاف پر موضوع پابندي کېږي هغه خاین ګڼلای شو."

د ولسمشر او اجرائيه رئیس تر منځ د اختلافاتو تازه لړۍ له هغې وروسته تُنده شوې چې د پنجشنبې په ورځ اجرائیه رئیس په کمساري ډول پر ولسمشر جدي نیوکې وکړې.

ولسمشر اشرف غني هم د یکشنبې په ورځ د ځوانانو د روزنیز پارلمان په پرانیست غونډه کې وویل چې رهبري د غبرګون په ښودلو نه بلکې د چاپېریال په تغییر او په صبر او زغم کېږي.

د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر فاروق اعظم بیا وايي چې د ملي یووالي حکومت اساس سم نه‌دی ایښودل شوی نو ځکه د دواړو مشرانو تر منځ اختلافات کومه نوې خبره نه‌ده.

د ښاغلي اعظم په خبره ائتلافي حکومتونه په هغو ټولنو کې چې ولسواکي په‌کې بنسټیزه شوې هم ده زیات دوام نه‌شي راوړلای نو د ملي یووالي حکومت تر پایه به ستونزې همداسې دوام وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر فاروق اعظم

د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر فاروق اعظم

ښاغلي اعظم زیاته کړه:

"یو نسبي بد خونده او پیکه کار دی په غربي دنیا او اروپا کې چې هلته ډیموکراسي ډېره بنسټیزه ده هلته هم بهترین ائتلافي او ګډ حکومتونه ډېر دوام نه‌شي کولای یعنې مشکل د اولې ورځې څخه موجود و، دوه کاله‌یې تېر شوي او درې کاله نور به هم همداسې دوام کوي."

خو له دې ټولو سره ـ سره اجرائیه ریاست بیا وايي چې هڅې روانې دي څو له بروکسل کنفراس وړاندې شته اختلافاتو ته مناسبه حل لاره وموندل شي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وايي، د هغې هوکړې عملي کېدل چې له مخې یې د ملي یووالي حکومت رامنځته شوی له ولس او نړیوالې ټولنې سره د شویو ژمنو د عملي کېدو لپاره خورا مهم دی.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"موږ د بروکسل غونډې ته تر تګ مخکې هغه تعهدات چې له نړیوالې ټولنې سره‌یې لرو د افغانستان له خلکو سره‌یې لرو پر هغه باید عملي ګامونه واخلو او په دې برخه کې کار وشي، نو ضروري ده چې سیاسي هوکړه‌لیک تطبیق شي د دې هوکړه‌لیک تطبیق سره هم د بروکسل غونډې لپاره زموږ تعهدات او هم د افغان ولس سره زموږ ژمنې تطبیق کېدای شي."

سیاسي کارپوه روح‌الله امین وايي، دا چې د ملي یووالي حکومت د مجبوریتونو له وجهې رامنځته شوی هېڅ څوک ترې انکار نه‌شي کولای خو ولسمشر او اجرائیه رئیس ته په کار ده چې د دوام لپاره یو بل ومني او اختلافات یوې څنډې ته کېږدي.

نوموړی وايي د ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ د اختلافاتو له ډېرېدوڅخه، یوازې د حکومت وسله‌وال مخالفین ګټه اخیستی شي او د هېواد نور سیاسي مشران او مخور باید پرېنږدي چې دواړه مشران په وړو مسایلو ملي ګټو ته خطر متوجه کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG