د لاسرسي لېنکونه

د بغلان امنیتي مسؤلین وايي چې په مرکزي بغلان کې د امنیتي ځواکونو او وسله‎والو طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

د بغلان د امنیه قومندانۍ امنیت امر جنرال امیرګل حسین‌خېل نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه نښته تېره شپه هغه مهال پیل شوه چې وسله‎والو طالبانو پر امنیتي پوستو برید وکړ.

ښاغلي حسین‌خېل وویل چې په دغې نښته کې ۶ طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبريال وايي چې تر مرکزي بغلان سربېره په دهنې غوري کې هم د جګړې په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG