د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

هلمند کې سرې میاشتې ټولنې بې‌ځایه شویو کورنیو سره مرسته وکړه


د هلمند ولایت سرې میاشتې ټولنې د پنځه سوه تازه بې‌ځایه شویو کورنیو سره مرسته وکړه.

دغه ټولنه وايي، په هلمند ولایت کې یې سروې دوام لري او د نورو تازه بې‌ځایه شویو کورنیو سره هم مرسته کوي.

د نادعلي اوسېدونکي وايي، دولت دې د مرستو په ځای د دوی په کلیو کې امن راولي چې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

د نادعلي څخه د دې وروستیو دوو اوونیو ناامنیو له امله د ۱۰۰۰ کورنیو د بې‌ځایه کېدو خبر ورکول شوی و، خو په ناوې او ګرمسېر کې د جګړو د تودېدو سره ویل کېږي دا شمېره نیږدې ۵۰۰۰ کورنیو ته رسېږي.

په دې اړه نور حال زموږ د همکار محمد الیاس داعي په راپور کې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:25 0:00

XS
SM
MD
LG