د لاسرسي لېنکونه

د بلخ ولایت یو شمېر مدني فعالان وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په دغه ولایت کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

دوی نن په بلخ کې په یوې اعتراضیه ناسته کې اجباري ودونه او په بدو کې د نجونو ورکول د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی وګاڼه ویې ویل چې حکومت باید په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.

اعتراض کوونکو له خان ولي عادل څخه چې په کابل کې یې د نجونو په بدو کې د ورکولو په غبرګون د تحصن خیمه درولې ده، د ملاتړ په ترڅ کې د حج او اوقافو وزارت له چارواکو هم وغوښتل چې د دغې پدیدې په وړاندې د مبارزې په برخه کې اقدام او له خان ولي عادل هم ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG