د لاسرسي لېنکونه

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې پر يوه ۱۲ کلن هلک د ماين سرګلوله چاودلې او وژلی يې دی.

د کندهار د والي ویاند صميم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې پېښه نن لس بجې د پنجوایي په تلوکان سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې دغه کوچني په يوې زړې سرګلولې لوبې کولې او هغه ورباندې وچاودېده، لومړی يې سخت ټپي کړ او روغتون ته‌يې د وړلو پر مهال ساه ورکړه.

بل‌خوا د کندهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي چې تېره ورځ‌يې د ښار په نهمه ناحیه کې یو وسله‌وال د کشفي معلوماتو پر بنسټ نیولی.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه کس عبدالولي نومږي او پلان‌يې درلود څو په ښار کې پر امنیتي پوستو وسله‌والې حملې وکړي.

XS
SM
MD
LG