د لاسرسي لېنکونه

د سويس پوليس وايي، يو سړى چې چاړه ورسره وه، په يوه رېل ګاډي کې اور بل کړ او بيا يې پر مسافرو د چړې ګوزارونه وکړل.

د اورلګېدنې او د چړې په مرسته د حملې په پېښه کې شپږ کسان په روغتون کې بستر شوي دي.

ويل شوي چې مشکوک کس هم چې ٢٧ کلن او د سويس تبعه دى، په شمال ختيځ ښار سن ګلن کې تر پرونۍ پېښې وروسته روغتون ته لېږدول شوى دى.

په ټپيانو کې يو شپږ کلن ماشوم هم شامل دى او د ځينو ټپيانو روغتيايي وضعيت نازک ښوول شوى دى.

پېښه هغه وخت وشوه چې رېل ګاډى د سالز په نامه تمځاى ته په نېږدې کېدو و. د پېښې انګېزه لا معلومه نه‌ده.

په ځينو اروپايي هېوادونو کې د وروستيو مياشتو له ځينو خونړيو حملو وروسته دغو هېوادونو احضارات نيولي دي.

XS
SM
MD
LG