د لاسرسي لېنکونه

د بې‌پولې ډاکټرانو ټولنه وايي، د يمن په شمال کې په هوايي حمله کې د ښوونځي ١٠ زده کوونکي وژل شوي او ٢٨ نور ټپيان دي.

دغې ټولنې نن وويل چې دغه هوايي حمله پرون په صعده ولايت کې شوې ده.

دغه سيمه د حوثي ياغيانو په کنټرول کې ده چې ايران‌يې ملاتړ کوي او له څه مودې راهيسې يې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف پر ضد هوايي حملې کوي.

ملګرو ملتونو د دې حملې خبر تائيد کړى او په سيمه کې يې د تاوتريخوالي پر زياتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو په حواله له کله چې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د ٢٠١٥ میلادي کال په مارچ مياشت کې په يمن کې هوايي حملې پيل کړي، تر ٦ زرو او ٤٠٠ زيات کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG