د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

کندز سوداګر: د قره قُل پوستکو صادرات۲۰ سلنه کم شوي


په کندز ولایت کې د قره قُل پوستکو سوداګر وايي چې سږ کال د جګړو له امله د قره قُل پوستکو نرخونه ټیټ شوي او صادراتو کې یې هم ۲۰ سلنه کموالی راغلی دی.

قره قُل یو ډول پسونه دي چې له زېږېدو سره سم حلالېږي او پوستکی ترې ایستل کېږي، دغه پوستکی ځکه له وریو ژر ایستل کېږي چې ګل یا په پوستکي کې جوړې شوې کرښې خرابې نه‌شي.

په نوموړي ولایت کې د قره قُل د پوستکو یو تن سوداګر حاجي خیر محمد وايي، پخوا هر کال سوداګرو په یوه زیاته اندازه د قره قُل پوستکي اروپايي هېوادونه ته صادرول، خو په دې څو کلونو کې چې اقتصادي ستونزې، د اقلیم تغییرات او نور کړکېچو په اروپايي هېوادو کې راپیدا شوي دي، نو له کبله‌یې د قره قُل پوستکو په صادرواتو کې هم کمښت راغلی.

دغه سوداګر وايي:

"تېر کال د قره قُل یو جلد شین رنګ پوستکی ۱۸ سوه او ۲ زره افغانۍ پلورل کېده، خو بیا سږ کال یو جلد شین رنګ پوستکی ۱۳ سوه افغانۍ پلورل کېده همدارنګه د نورو رنګونو قیمتونه هم ډېر ټيټ شوي وو."

د نوموړي د خبرو پر بنسټ چې د تېر کال په پرتله سږ کال په کمه اندازه پوستکي له کندز ولایت څخه صادر شوي دي.

دی وايي:

"تېر کال له کندزه د قره قُل ۵۰ زره جلده پوستکي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي وو، خو بیا سږ کال له دې ولایته ۱۰ زره جلده پوستکي صادر شوي دي، ځکه د پوستکو بازار ډېر سوړ شوی دی."

دغه سوداګر زیاتوي چې د قره قُل پوستکي څو ډوله ګلونه او رنګونه لري چې افغانستان څخه اروپايي هېوادونو ته صادرېږي چې د قره قُل یو جلد پوستکی له ۲۰ ډالرو نیولې تر ۸۰۰ ډالرو پورې قیمت لري.

دغه سوداګر زیاتوي چې د قره قُل پوستکي څو ډوله ګلونه او رنګونه لري
دغه سوداګر زیاتوي چې د قره قُل پوستکي څو ډوله ګلونه او رنګونه لري

په ورته وخت کې ګل زمان چې په خپله د قره قُل پسونو رمه لري، نوموړی له دولته غواړي، څو د قره قُل پوستکو ته تود بهرنی بازار پیدا کړي، هم به مالداران په خپلو پښو ودرېږي او ترڅنګ به‌یې دولت هم ښه عواید ترلاسه کړي.

په همدې حال کې نصیر احمد چې په کندز ښار کې د قره قُل خولۍ جوړوي وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د قره قُل بازار ډېر سوړ شوی:

"د تېرو کلونو په پرتله اوس څوک دومره د قره قُل خولۍ نه اخلي، پخوا د قره قُل یوه خولۍ په ۴ زره او ان تر ۴۰ زره افغانیو پلورل کېده، ځکه پخوا ټولو خلکو د قره قُل خولۍ اخیستې، خو اوس مهال یوازې کوم قاضي او څارنوال که کومه خولۍ واخلي."

په کندز کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي هم وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د قره قُل پوستکو په پروسس او صادراتو کې د پام وړ کموالی راغلی.

کندز د هېواد په شمال ختیځ کې موقعیت لري، د دې ولایت ډېرې اوسېدونکي پر مالدارۍ او دهقانۍ مصروف دي، ځکه مالداري او دهقاني د دې ولایت د خلکو مالي سرچينې بلل کېږي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG