د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

هلمند جګړه روغتيايي مرکز ته د ناروغانو د ورتګ خنډ ګرځېدلې


بې‌پولو ډاکټرانو نشریه:

د بې‌پولو ډاکټرانو نشریې په هلمند ولایت کې د دغه سازمان روغتیایي مرکز ته د ناروغانو د لاسرسي په اړه یو مطلب لیکلی دی.

نشریه لیکي:

د هلمند د مرکز لښکرګاه په شاوخوا سیمو کې جګړې د دې سبب شوي چې ډېری ناروغان او ټپیان ونه‌شي کولای په هغه ولایت کې د بې‌پوله ډاکټرانو روغتیایي مرکز ته ورشي.

دغه مرکز درې سوه بستره لري او د افغانستان د روغتیا وزارت په همکارۍ هلته فعالیت کوي.

نشریه لیکي:

هلمند د تېرې یوې لسیزي راهیسې د جګړو شاهد وو او دا روغتیایي خدماتو ته د رسېدو مخته تر ټولو لوی خنډ وو.

د نشریې په لیکنه د اګسټ میاشتې له پیله تر اوسه په ورځني ډول ۲۵ ناروغان د بې‌پوله ډاکټرانو روغتیایې مرکز ته ورځي چې اکثره‌یې تر پنځو کلونو کم عمر لرونکي ماشومان دي او هغوی د دې مرکز د سوء تغذي په څانګه کې بستر شوي دي.

د دې مرکز کارکوونکي دغه شمېر تر معمولي حالت ډېر کم یادوي.

د بې‌پولې ډاکټرانو نشریه لیکي چې دغه سازمان په لښکرګاه کې د جګړې ښکېلو خواوو ته د خپلو امکاناتو په اړه معلومات ورکړي دي او دا یې هم ویلي چې دغه مرکز ته ورتلونکي ناروغان باید بې‌وسلې وي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بیا له افغانستان څخه د ځوانانو د وتلو پر دلایلو تبصره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي:

ځوانان په افغانستان کې راتلونکی نه‌ویني نو ځکه له هغه ځایه وځي.

واشنګټن پوسټ د یوې ۲۰ کلنې مېرمنې په اړه لیکلي چې د افغانستانه له وتلو پرته‌یې بله لار نه‌درلوده.

په دې مقاله کې چې د دغې مېرمنې نوم نه‌دی ښودل شوی راغلي چې هغې د ښځو د حقونو لپاره کار کاوه او د مرګ ګواښونو تر لاسه کولو وروسته له افغانستان څخه وتلو ته اړ شوې ده.

ورځپاڼه زیاتوي:

اوس څلور کاله کېږي چې دغه ځوانه او لوستې مېرمن په امریکا کې ژوند کوي او دا نه‌پوهېږي چې کله به بېرته افغانستان ته ځي.

دغې مېرمنې ورځپاڼې ته ویلي: له افغاستان څخه له دې کبله وتلې چې هلته‌یې خوندیتوب نه‌درلود.

واشنګټن پوسټ د دې مېرمنې له قوله لیکي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې ډېرېدونکي تاوتریخوالي له هېواده د هغې د وتلو پرېکړه لا جدي کړه.

واشنګټن پوسټ لیکي:

که څه هم د باور وړ شمېرې نه‌شته چې وښیي هر کال څومره شمېر افغانان له خپل هېواده وځي، خو تېر کال اروپا ته د یو میلیون ورغلو پناه غوښتونکو څخه شل فیصده‌یې افغانان ول.

ورځپاڼه زیاتوي، دا چې ډېری باسواده ځوانان له افغانستانه وځي نو د دغه هېواد د راتلونکي په اړه د چارواکو اندېښنې هم ورسره ډېرې شوي دي.

XS
SM
MD
LG