د لاسرسي لېنکونه

د نورستان په وانټ وایګل ولسوالۍ کې نن سهار څه باندې پنځه بجې وسله‌والو طالبانو برید پیل کړی دی.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم هم پیل شوې جګړه تائیدوي خو وايي چې تر اوسه‌یې د تلفاتو په اړه معلومات نه‌لري.

په وانټ وایګل کې پراته افغان سرتېرو ازادي راډیو ته وویل چې ګڼ شمېر وسله‌والو مخالفینو سهار د ولسوالۍ پر مرکز برید پیل کړی.

دوی يې هم مقابله کوي خو له مرکزي حکومته د هوايي او نورو تازه دمو ځواکونو غوښتنه کوي.

نورستان والي هم سیمې ته د هوايي ځواک لېږلو غوښتنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG