د لاسرسي لېنکونه

راپورونه وايي چې عراقي ځواکونو پرون په موصل ښار کې چې د داعش ډلې مهم مرکز دی له اسلامي دولت ډلې یا داعش څخه یو شمېر سیمې نیولي دي.

د عراق حکومتي چارواکي وايي، دولتي ځواکونو پرون د موصل ښار په جنوب کې څلور کلي د پوځي عملیاتو په نتیجه کې د داعش له وسله‌والو څخه ونیول.

د صالح حسن په نوم یوه سیمه‌ییز مقام د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې دولتي ځواکونو همداراز لس موټر چې چاودېدونکي مواد په‌کې ځای پر ځای شوي وو او وسله‌والو غوښتل په نیول شویو سیمو کې د موټر بم حملو لپاره کار ترې واخلي، والوزول.

چارواکو په دې جګړو کې د دولتي ځواکونو او داعش ډلې د تلفاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

موصل د عراق دوهم لوی ښار دی چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د اسلامي دولت ډلې ولکه پرې ټینګه کړې.

د عراق صدراعظم حیدر العبادي څو ځلي ژمنه کړې چې دا ښار به ازادوي.

XS
SM
MD
LG