د لاسرسي لېنکونه

د ۲۰۱۶ کال د المپیک د لوبو په لړۍ کې پرون افغان ورزشکار عبدالوهاب ظاهري د ۲۰۰ متره ځغاستې په برخه کې د لوبې ډګر ته ووت.

د افغانستان د اتلتیک ټیم مشر عبدالکریم عزیزي د پرونۍ لوبې په اړه د برازیل له ریو ډې جنیرو ښار څخه ازادي راډیو ته وویل:

"د دوی په ډله کې اته لوبغاړي وو چې ده وکولای شول اووم مقام خپل کړي."

د ریو المپیک په لوبو کې درېیو افغان لوبغاړو په دوو ورزشي څانګو کې ګډون وکړ.

د افغانستان لومړنۍ لوبه د جودو په څانګه کې توفیق بخشي وکړه چې د خپل پرتګالي سیال په وړاندې یې ماتې وخوړه او دوهمه لوبه وړمه ورځ د دوه سوه متره ځغاستې په برخه کې کیمیا یوسفي وکړه چې د ۲۴ ښځینه لوبغاړو په منځ کې یې ۲۲ مقام خپل کړ.

XS
SM
MD
LG