د لاسرسي لېنکونه

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وايي، د سوریې د حلب محاصره شوي ښار اوسېدونکو لپاره بشري مرستو ته سخته اړتیا ده.

فرانک والټر شټاین مایر پرون د خپل هېواد ویلت ایم سونتګ (Welt am Sonntag) ورځپاڼې ته وویل چې جرمني له امریکا، روسیې او ملګرو ملتونو سره په خبرو بوخت دی چې حلب ته د عاجلو بشري مرستو رسول تنظیم شي.

د اوربند له غوښتنو او د روسیې له لوري له دې ژمنې سره سره چې د ورځې به درې ساعته هوايي حملې دروي څو بشري مرستې ورسول شي، جګړې پر له پسې دوام کړی دی.

ټاکل شوې ده چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر شټاین مایر د روسیې له باندنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره سبا په یکاتیرینبورګ ښار کې د سوریې د کړکېچ په اړه خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG