د لاسرسي لېنکونه

په سوریې کې د عرب او کُرد جنګیالیو ایتلاف وایې منبیج ښار یې د اسلامي دولت له ډلي ونیو.

د سوریې دیموکراتیک ځواکونه اس ډی اف نن دغه ادعا کړې ده او وایې دغه ښار یې د داعش یا اسلامي دولت ډلي څخه پاک کړ.

د اس ډي اف ویاند شارفان درویش وایې هغه دوه زره ملکي کسان چې په منبیج ښار کې د داعش ډلي سره بندیان وه هم خوشي شوي دي.

تر دې وړاندي په سوریې کې د بشري حقونو لندن میشتي څارونکي ډلې ویلي وو، شاوخوا ۵۰۰ موټر چې ملکي وګړي او د داعش ډلي غړي پکي سپاره وه د منبیج له ښاره ووتل.

د دې څارونکي ډلې په خبره دغه موټر د جاربلوس ښار په لور روان و چې هغه هم د داعش تر کنټرول لاندي دی او د ترکېې سره د سوریې پر پوله موقعیت لري.

د سوریې د یموکراتیک ځواکونه چې د عرب او کُرد له ملېشو جوړ ایتلاف دی، د امریکا ملاتړ لري.

د سوریې منبیج ښار چې د ترکیې له جنوبي سرحد سره پروت دی، دوه کاله وړاندې د داعش ډلي لخوا ونیول شو.

XS
SM
MD
LG