د لاسرسي لېنکونه

پاکستاني چارواکي وایي، دهغې هلیکوپټرې شپږ تنه عمله چې په افغانستان کې د طالبانو لخوا برمته شوي و ، نن اسلام آباد ته ورسېدل.

په دوی کې یو روس او پنځه پاکستانیان دي.

تر دې وړاندي ویل شوي وه چې په دې پاکستانۍ هلیکوپټرې کې اوه تنه عمله وه چې د افغانستان په لوګر ولایت کې تر بېړنۍ ناستي وروسته د طالبانو لخوا برمته شوي و، خو پاکستاني چارواکو تر اوسه د دې الوتکې د اووم کس د ځای په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان استخباراتي چارواکو تېره ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دې الوتکې عمله په قبایلې سیمه کورمه ایجنسۍ کې دوی ته ورکړل شوي دي.

اسلام آباد وایې یوه پاکستانۍ مې ۱۷ ډوله هلیکوپټره د ترمیم لپاره د ازبکستان له لارې روسیې ته روانه وه چې د اګست پر څلورمه یې په افغانستان کې بېړنۍ ناسته وکړه.

XS
SM
MD
LG