د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې ایران به سبا د سیمې په کچه د ایکو سازمان د مشرانو د غونډې کوربه وي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د بهرنیو اړیکو مشر ښاغلي اذرخش حافظي چې خپله په دې غونډه کې ګډون کوي ازادي راډيو ته وویل، د ایکو په غونډه کې به د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځ ته کولو خبرې وشي:

"دلته به د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، خدماتو، توریستي او سنتي اسانتیاوې برابري شي دغه هېوادونه به له یو بله سره مرسته وکړې چې په سیمه کې سوداګرې او راکړه ورکړه اسانه شي."

ایکو د اقتصادي همکاریو سازمان دی چې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشران په کې ګډون کوي او افغانستان یې غړیتوب لري.

XS
SM
MD
LG