د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان اجراییه رییس ټينګار کوي چې له قید او شرط پرته به په نظام کې د اصلاحاتو راوستلو لپاره هڅه وکړي.

د دغه ریاست لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي عبدالله دا خبرې له یو شمېر سیاسي څېرو سره په کتنه کې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې سیاسي رهبرانو همدارنګه د ملي وحدت حکومت ترمنځ د سیاسي هوکړې د عملي کېدو غوښتنه کړې.

دا لیدنې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې په ملي وحدت حکومت باندې انتقاد دادی چې د حکومت په سیاسي هوکړه کې شوې ژمنې نه دي عملي کړي.

په دغو سیاسي څيرو کې چې عبدالله نن ورسره کتلي، د بلخ سرپرست عطا محمد نور، د دفاع پخوانی وزیر بسم الله محمدي، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، یونس قانوني او یو شمېر نور کسان شامل دي.

XS
SM
MD
LG