د لاسرسي لېنکونه

غورځنګ: د حافظ سعید وژل به د داعش ډلې د جرړې ایستلو پیلامه وي


د افغانستان او پاکستان لپاره د داعش ډلي وژل شوی مشر حافظ سعید خان

د افغانستان او پاکستان لپاره د داعش ډلي وژل شوی مشر حافظ سعید خان

د ملي امنیت شورا وایي د افغانستان او پاکستان لپاره د داعش ډلې د مشر حافظ سعید وژل به د دې ډلې د جرړې د ایستلو پیلامه وي.

د دې شورا ویاند تواب غورځنګ وايي، د حافظ سعید وژل د ترهګرۍ او په خاصه توګه د داعش په وړاندې د افغان حکومت او نړیوالو متحدینو جدیت او قوي اراده په ډاګه کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي د حافظ سعید وژل په دې معنی دي چې افغان حکومت او نړیوال ملګري یې د داعش او نورو ترهګرو ډلو له منځه وړلو ته کلک هوډ لري او دا ډلې به په بشپړه توګه ختموي.

د ملي امنیت شورا د سټراټیژیکو اړیکو رییس او ویاند تواب غورځنګ د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل افغان حکومت تعهد لري چې د افغانستان خاوره له داعش پاکه کړي او د حافظ سعید وژنه د دې خبرې د اثبات یوه لویه بېلګه ده.

غورځنګ: د حافظ سعید له وژل کېدو سره د حکومت د ارادې قوت او شدت معلومېږي

غورځنګ: د حافظ سعید له وژل کېدو سره د حکومت د ارادې قوت او شدت معلومېږي

هغه زیاته کړه:

"د حافظ سعید وژل دا معنی لري چې د افغانستان حکومت او د افغانستان وسله وال پوځ او د افغان حکومت نړیوال متحدین د ترهګرۍ ضد جګړه په خاصه توګه د داعش پر ضد جګړه کې جدي دي، د حافظ سعید له وژل کېدو سره د حکومت د ارادې قوت او شدت معلومېږي، د افغانستان حکومت متعهد دی د دې لپاره چې په افغانستان کې د داعش ټولې جرړې او د داعش اړوند ټولې ډلې او عناصر له منځه یوسي او د افغانستان پاکه خاوره له دې منحوسې ډلې پاکه کړي."

ښاغلي غورځنګ همداراز وویل د حافظ سعید په وژلو سره هغه خبرې باطله شوې چې ګنې د افغانستان حکومت د داعش پر ضد په جګړه کې جدي نه دی.

د ملي امنیت شورا په داسې حال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د داعش ډلې د مشر حافظ سعید د وژلو هرکلی کوي چې د سعید د وژلو خبره په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال رویټرز آژانس ته تایید کړې ده.

د امریکا دفاع وزارت هم تېره ورځ ویلي چې د داعش ډلې مشر حافظ سعید د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د امریکا په هوایي حمله کې له خپلو څو مهمو کسانو سره وژل شوی دی.

که څه هم افغان چارواکو د حافظ سعید وژل د داعش د ختمولو لپاره په ښه نیت نیولی خو یوې امنیتي سرچیني ازادي راډیو ته ویلي چې داعش په افغانستان او پاکستان کې د حافظ سعید تر وژلو وروسته حسیب لوګری خپل نوی مشر ټاکلی دی.

اخوا یو شمېر پوځي کارپوهان د داعش د ډلې د مشر وژل د دې ډلې د ماتې د پیل او د هغو کسانو تر منځ د ویرې د خپرېدو لپاره مهم بولي چې له دې ډلې سره خواخوږي لري.

افغان کارپوه جاویدکوهستاني ازادي راډیو ته وویل حافظ سعید له ترهګرو سره ژورې اړیکې لرلې او وژل یې هرومرو داعش له ماتې سره مخ کوي.

کوهستاني: د سعید وژل کېدل د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې د خواره واره کېدو سبب کېدای شي.

کوهستاني: د سعید وژل کېدل د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې د خواره واره کېدو سبب کېدای شي.

هغه وايي:

"د دې لپاره چې حافظ سعید د قومي اړیکو د لرلو په اساس او د آی. اس . آی او په پاکستان کې د نورو ترهګرو ډلو په مرسته کولای شول چې داعش د رهبرۍ په یوه سطحه کې خوندي وساتي، نو د سعید وژل کېدل د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې د خواره واره کېدو سبب کېدای شي او هم به د هغو ټولو ترهګرو راتلل بند کړي چې له نورو سیمو په خاصه توګه له پاکستانه راتلل او له داعش سره به یوځای کېدل."

ښاغلی کوهستانی وايي د حافظ سعید وژل نه یوازې دا ډله کمزورې کوي بلکې د افغان پوځیانو په وړاندې به یې مقاومت له صفر سره ضرب کړي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG