د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

اپريدى: پښتانه رهبران دې له پاکستانه د خپلو خلکو د قاتلينو پوښتنه وکړي


د عوامي نېشنل ګوند يو مشر سياستوال او د سياسي چارو څېړونکى لطيف اپريدى وايي، پاکستاني چارواکي د کوټې د وروستي ناورين پړه پر نورو ور اچوي، خو د وژل شويو وکيلانو کورنۍ خپله پر استخباراتو شکمن دي.

ښاغلى اپريدى وايي د ضرب عضب په نامه عمليات د شمالي وزيرستان لپاره ضرب عضب وو، ځکه چې وايي خلک يې بې کوره کړل خو ترهګر يې ونه ځپل.

لطيف اپريدي د ملتپالو او مذهبي ګوندونو پر پښتنو مشرانو غږ کړى چې پر دې اجنډا خو بايد سره يو شي چې پښتانه په پاکستان کې په کومه ګناه وژل کېږي.

له ښاغلي لطيف اپريدي سره په کوټه کې د ازادي راډيو خبريال بارکوال مياخېل يوه تفصيلي مرکه کړې ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:51 0:00

XS
SM
MD
LG