د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

خټک: د کډوالو پاليسي په مرکزي حکومت پورې اړه لري


د خيبر پښتونخوا صوبې وزير اعلى پرويز خټک وايي، په پاکستان کې د اوسېدونکو افغان کډوالو پاليسي ددې هېواد په مرکزي حکومت پورې اړه لري او په دې اړه به دوى د مرکزي حکومت هره پرېکړه مني او عملي کوي.

نوموړی همداراز وايي چې له مرکزي حکومته يې غوښتي چې د غېر راجسټر شويو افغان کډوالو د رجسټرېشن په لړ کې دې ژر جدي ګامونه پورته کړي.

ښاغلي خټک دا څرګندونې د جمعې په ورځ د ازادي راډيو له مشال څانګې سره په ځانګړو خبرو کې کړي دي.

خټک دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې په دې وروستيو کې په پاکستان، په ځانګړې توګه په خيبر پښتونخوا کې مېشت افغان کډوال له يو شمېر ستونزو سره مخ دي چې د پوليسو بد چلند، ځورول او تنګول يې عمده ستونزې دي.

که څۀ هم په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدنې موده د روان کال په جون کې پاى ته ورسېده، خو بيا وروسته د دې هېواد وزيراعظم نواز شريف د خيبر پښتونخوا حکومت پر مخالفت سربېره په دې هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده شپږ مياشتې وغځوله.

پرويز خټک چې حکومت يې د افغان کډوالو د اوسېدنې د مودې د غځولو مخالفت کړى و او دوى يې په کيمپونو پورې محدودول غوښتي و، وايي، "د افغان کډوالو پاليسي په مرکزي حکومت پورې اړه لري او دوى به په دې اړه کې ددې حکومت پرېکړه مني".

"د افغان مهاجرينو پاليسي وفاق ورکوي د وفاق دا پاليسي ده د UN قانون له مخې چې د روان کا د دسمبر په ٣١ پورې به افغان کډوال دلته اوسېږي، باقي چې دې کې وفاق بيا څه فيصله وکړي چې دوى به تر کومه په پاکستان کې اوسېږي؟ نو موږ په دې باندې عملدرامد کوو، ځکه چې د کډوالو د اوسېدو موده غځول او يا هغوى وېستل زموږ د صوبې اختيار نه دى، دا وفاقي فيصلې دي او وفاق به يې کوي."

خټک: هر کډوال باید قانوني اسناد ولري
خټک: هر کډوال باید قانوني اسناد ولري

نوموړى همداراز ټينګار کوي چې د نړېوال قانون له مخې په پاکستان کې اوسېدونکى هر کډوال او دې هېواد ته راتلونکى هر يو تن بايد قانوني اسناد ولري.

ښاغلي خټک ددې پوښتنې په ځواب کې چې په خيبر پښتونخوا کې له افغان سوداګرو سره بد چلند کېږي او يا يې دوکانونه او نور کاروبار په زور ورتړل کېږي، وايي:

"نه نه سختي نشته، ګوره کاروبار دا دى، زه اوس پاکستانى يم، زه ځمه امريکا کې کاروبار کوم، نو ځمه ويزه اخلم، دوى هم چې دوى ملک کې اخلي، نو څه ريکارډ دې راوړي ويزه دې واخلي، افغانستان نه چې اوس خلک راځي، نو بارډر باندې چيک کېږي، نو ريکارډ موږ ته پکار دى، کاروبار موږ د چا نه بندوو."

د خيبر پښتونخوا وزيراعلى دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي چې د افغان کډوالو ځينو مشرانو څو ورځې مخکې په اسلام اباد کې د تحريک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره وکتل او په دې صوبې کې د مېشتو کډوالو ستونزې يې ورسره وڅېړلې.

ښاغلي عمران د کډوالو له مشرانو سره تر ليدنې وروسته پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي و:

" له تېرو درېو مياشتو راهيسې د کډوالو د ځورولو لړۍ بايد ژر پاى ته ورسېږي، ما د خيبر پښتونخوا په وزيراعلى غوښتي چې دکډوالو له مشرانو سره وګوري"

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړېوالې ادارې UNHCR د وينا له مخې، دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ١٥ لکه راجسټر شوي افغان کډوال مېشت دي چې د درې اړخيز تفاهم له مخې ورته په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد ورکړل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې دې وروستيو کې د تورخم دروازې د بندېدو او همداشان په دې سيمه کې د افغان او پاکستانيو ځواکونو تر نښتې وروسته له پاکستان، په ځانګړې توګه له خيبر پښتونخوا څخه د کډوالو د بېرته ستنېدا لړۍ تېزه شوې او هره ورځ سلګونه کسان په خپله خوښه هېواد ته ستنېږي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG