د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

د هلمند والي: له بېځایه شویو کورنیو سره لازمې مرستې نه دي شوي


د هلمند مرکز لښکرګاه ته د لارو بندېدل او دغلته په مرکز کې د نړیوالو مرستندویه ټولنو د کارونو محدودیدل د دې سبب شوي چې په دې ولایت کې د روانو سختو جګړو له کبله په زرګونو بې ځایه شویو کډوالو لومړنۍ مهمې مرستې ونه رسېږي.

په داسې حال کې چې د دې ولایت مرکز ته څېرمه او ځینو ولسوالۍ کې د وسله والو او حکومتي ځواکونو ترمنځ سختې جګړې دوام لري د لښکرګاه په ښار کې د جګړو له کبله د بې ځایه شویو کورنیو شمېر له یوې ورځې بلې ته ډېرېږي.

د هلمند والي حیات حیات پرون یو وار بیا پر نړیوالو مرستندویه ټولنو غږ وکړ چې په هلمند کې د جګړې له کبله د بې ځایه شویو کورنیو مرستې ته دې ځان ورسوي.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ومنله چې له بې ځایه شویو کورنیو سره هسې چې پکار وه مرسته نه ده شوې.

د هلمند والي حیات الله حیات
د هلمند والي حیات الله حیات

هغه زیاته کړه:

"متاسفانه څنګه چې لازمه ده له دې بې ځایه شویو کډوالو سره مرسته نه ده شوې، یو شمېر یې د خپلو خپلوانو کره تللي او یو شمېر همداسې په ازاده فضا کې ژوند کوي، موږ د سوداګرو او نورو لارو هڅه کوو چې د دې هېوادوالو په وړاندې خپل مسولیت پر ځای کړو، له مرستندویه ادارو هم هیله لرو چې له دې خلکو ته د مرستو په رسولو کې بېړه وکړي."

بلخوا د هلمند د کډوالو د چارو رییس نقیب الله زمریال ازادي راډیو ته وویل، د دوی د سروې ډلې د بې ځایه شویو کسانو د وضیعت د معلومولو لپاره په کار بوختې دي.

د نوموړي په وینا له درې زرو په شا او خوا کې کورنۍ له وروستیو جګړو څخه کډه شوي.

خو د ښاغلي زمریال په وینا لښکرګاه ته د تللې لویې لارې بندیدو او په دې ولایت کې د یو شمېر مرستندویه ادارو د کار محدودېدو دې کډوالو ته د ضروري مرستو رسول ستونزمن کړي دي.

ښاغلي زمریال په ځانګړې توګه د "اې. سي . ایف" او "اۍ. ار. سي" په نومونو د مرستندویه ادارو څخه سر وټکاوه چې دده په وینا خپلو کارکونکو ته یې په داسې وخت کې له دفترونو د نه وتلو امر کړی چې، د لښکرګاه په ښار کې بې ځایه شوي کډوال د دوی مرستو ته اړ دي.

د هلمند ولسوالیو کې د جګړو له امله ګڼې کورنۍ لښکرګاه ښارته کډه شوي
د هلمند ولسوالیو کې د جګړو له امله ګڼې کورنۍ لښکرګاه ښارته کډه شوي

هغه زیاته کړه:

"ای. سي. ایف او ای. ار . سي موسسې د دې پر ځای چې مرسته وکړي ان خپلو کارمندانو ته یې هم له دفترونو څخه د وتلو اجازه نه ده ورکړې، نو ددې دوو موسسو د نه همکارۍ له کبله موږ له ستونزو سره مخ شوي یوو."

د بې سرحده ډاکترانو ټولنې هم په هلمند کې د خپل درې سوه کسیز روغتون فعالیت چې له ولسوالیو څخه راغلي ګڼ کډوال د درملنې لپاره ورتلل د هلمند د وروستۍ ناکرارۍ له کبله محدود کړی.

د هلمند د کډوالو رییس وايي، بې ځایه شویو کورنیو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو رسولو مسولیت دا مهال یوازې د هلمند د عامې روغتیا ریاست پر غاړه اخیستی.

د هلمند د کډوالو د چارو د رییس نقیب الله زمریال په وینا کډوالو ته پر وخت د لومړنیو مرستو د نه رسېدو بل سبب لښکر ګاه ته د ورغلې لارې بندیدل دي.

نوموړي وویل چې د ملګرو ملتونو پر مرستو بار لارۍ په کندهار کې د لارې د پرانیستو په تمه ولاړې دي:

"له هغې ورځې چې لاره بنده شوې ده، زموږ مواد د کندهار په ښار کې چمتو دي خو لاره بنده ده او ورسره بې ځایه شویو کورنیو ته زموږ له خوا د موادو ویش هم په ټپه دریدلی دی."

د هلمند د کډوالو رییس په وینا، ولایتي ادارې د لارې د پرانیستو لپاره هڅې چټکې کړي دي.

حیات: د لښکرګاه ـ کندهار ترمنځ لارې خلاصولو عملیاتو کې پرمختګ شوی
حیات: د لښکرګاه ـ کندهار ترمنځ لارې خلاصولو عملیاتو کې پرمختګ شوی

بلخوا د هلمند والي ښاغلي حیات الله حیات د جمعې په ورځ ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې د لښکرګاه د هغه سړک د پرانیستې لپاره یې په عملیاتو کې پرمختګ شوی چې، دا ښار د کندهار ـ هرات له لویې لارې سره وصلوي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به دا لاره پرانیستل شي.

XS
SM
MD
LG