د لاسرسي لېنکونه

طالبانو هغه شپږ پاکستانیان خوشې کړي دي چې هلیکوپټرې یې اوونۍ مخکې د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته کړې وه.

د پاکستان یو استخباراتي چارواکي د مشال راډیو ته ویلي، د هلیکوپټرې په پېښه کې شپږ برمته شوي پاکستانیان او یو روسي لارښود یې، د جمعې په شپه یولس بجې د کرمې په قبایلي سیمه کې پاکستاني چارواکو ته سپارل شوي دي.

دې چارواکي چې د نوم له ښودلو یې ډه ډه کوله ویلي، پاکستاني چارواکو اوه واړه برمته شوي په خوندي توګه تسلیم کړې دي.

اوونۍ مخکې د پاکستان یوې هلیکوپټرې په لوګر کې بېړنۍ ناسته کړې وه، وروسته طالبانو وویل چې هلیکوپټرې ته یې اور اچولی او اوه تنه عمله یې نیولې ده.

افغان حکومت ددې الوتکې د بېړنۍ ناستې په اړه ویلي وو، دوی یوې پاکستانۍ هلیکوپټرې ته د افغانستان له فضا څخه د ترمیم لپاره ازبکستان ته د تېریدو اجازه ورکړې وه، خو په دې اړه پلټنې کوي چې ایا دا هماغه هلیکوپټره وه او کنه.

تر اوسه پورې افغان چارواکو او وسله والو طالبانو ددې برمته شویو کسانو د خوشې کیدو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG