د لاسرسي لېنکونه

پاکستاني چارواکي وايي، دوی د روغتونونو څو کارکونکي د نویو زیږیدلو ماشومانو د غلا او خرڅولو د یوې شبکې سره د تړاو په تور نیولي دي.

پولیسو د جمعې په ورځ وویل، دې ډلې د پېښور ښار په زیږنتونونو کې نوي زیږیدلي ماشومان پټول او د هغوی پر ځای یې مړه ماشومان میندو او پلرونو ته ښودل.

د پولیسو په وینا غلا شوي ماشومان له اویازرو څخه تر درې سوه زرو پاکستانیو روپیو پورې پلورل شوي دي.

پولیسو ویلي، دوی وروسته له هغې دا نیونې وکړې چې د وجیهې په نوم ددې ډلې د یوې غړې په اړه یې معلومات تر لاسه کړل.

ددې ډلې پنځه نور غړي هم نیول شوي دي.

پولیس وايي نیول شویو کسانو لږ تر لږه د نهو ماشومانو په غلا کولو او خرڅولو اعتراف کړی دی.

امنیتي ځواکونو همدارنګه یوه تښتول شوې ماشومه ددې ډلې له منګولو ژغورلې ده.

XS
SM
MD
LG