د لاسرسي لېنکونه

اوکراین پر روسیې تور پورې کړی چې د اوکراین په ختیځ کې د تاوتریخوالي زیاتېدو ته لمن وهي او دغلته یې روس پلوو بېلتون غوښتونکو ته د تازه مهماتو او پوځي وسایلو په ورکولو هغوی نور هم پیاوړي کړي دي.

د اوکراین پوځي استخباراتي ادارې د جمعې په ورځ وویل، روسیې د اوکراین په ختیځ کې د تماس پر کرښه په پراخه پیمانه پارونکي اقدامات کړي خو روسیه تور پر اوکراین پورې کوي چې د مینسک د سولې پلان نه مراعتوي.

کییف د اوکراین په ختیځ کې او همدارنګه د روسیې له خوا د اشغال شوې ټاپووزمې کریمیا سره په لومړیو کرښو کې خپلو ځواکونو ته د لومړۍ درجې احضاراتو امر کړی دی.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د اروپا د امنیت او همکارۍ پر سازمان غږ وکړ چې کریمیا او د اوکراین په ختیځ کې د روسیې سره د هغو سیمو پولو ته دې خپل څارونکي واستوي چې د بېلتون غوښتونکو په واک کې دي.

تر دې دوه ورځې مخکې د روسیې د فیډرالي امنیت ادارې پر اوکراین تورې پورې کړی و چې کریمیا ته یې خپل کسان د تروریستي بریدونو لپاره استولي دي.

د روسیې دا ادعا کییف رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG