د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۲

رحیمي: د حکومت د مشرانو خبرې به برخلیک ټاکونکي وي


په داسې حال کې چې افغانستان د روان کال په ترڅ کې له تر ټولو سختو ناکراریو سره مخ دی، د دې هېواد د ملي یوالي د حکومت د دوو لورو ترمنځ نانندریو دغلته د یو سیاسي کړکېچ د زیاتېدو اندېښنې زیاتې کړي دي.

دا کړکېچ وروسته له هغې راپورته شو چې اجراییه رییس عبدالله په یوه غونډه کې پر ولسمشر غني سخت انتقادونه وکړل او په سبا یې د ولسمشر ویاند د نوموړي څرګندونې د "دولتدارۍ موازینو او روحیې" مخالفې وبللې.

اوس ټاکل شوې چې نن شنبې ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله خپلو کې پر راپورته شویو اختلافاتو خبرې وکړي.

خو اوس د ملي یو والي د حکومت دواړه لوري وايي چې د حکومت دواړه مشران به د شنبې په ورځ خپلو کې وغږیږي او پر هغو مسلو به خبرې وکړي چې په دې وروستیو کې د دواړو خواوو ترمنځ د اختلافاتو د زیاتېدو سبب شوي.

د اجراییه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي په دې اړه ازادي راډیو سره په خبرو کې د ښاغلي عبدالله څرګندونې پر ځای وبللې او ویې ویل که چېرې په حکومت کې د دوی د شریک چلند بل ډول وای مسئلې تر دې ځایه نه رسېدلې.

نوموړي وویل د دوی لوری هیله من دی چې د دواړو مشرانو تر منځ به پر هغو مسئلو چې اجراییه رییس راپورته کړې، جدي بحثونه وشي.

رحیمي: پر هغو مسئلو چې اجراییه رییس راپورته کړې، جدي بحثونه وشي.
رحیمي: پر هغو مسئلو چې اجراییه رییس راپورته کړې، جدي بحثونه وشي.

هغه زیاته کړه:

"دا یو برخلیک ټاکونکې او جدي غونډه ده، ځکه موږ دوه اړخونه یوو، د ملي یووالي حکومت مو په مساويانه توګه جوړ کړی او په مساويانه توګه باید په ملي مسلو او د حکومتدارۍ په پریکړو کې دواړه لورې برخه ولري، زموږ هیله داده چې د هېواد حالاتو ته په پام به په دې غونډه کې د اختلافاتو د هواري لپاره معقولې لارې پیدا شي او پر هغې به توافق وشي."

د اجراییه رییس ویاند مجیب الرحمن رحیمي زیاته، هغه مسلې او اندېښنې چې عبدالله عبدالله په خپلو څرګندونو کې راپورته کړې داسې څه نه دي چې په یوه ورځ کې پېښ شوي وي، بلکې دا اختلافات له تېرو دوو کلونو راهیسې دوام لري.

نوموړې وویل:

"د افغانستان د ګټو، امنیتي ستونزو او ثبات په خاطر او په دې هیله چې ورو ورو به د ملي وحدت په حکومت کې زموږ د شریک په چلند کې اصلاحات راشي، موږ دا ستونزې نه راپورته کولې، بالاخره دې نتیجې ته ورسېدو چې باید دا مسلې باید په مخامخ ډول یادې شي څو د هواري لارې ورته وموندل شي."

تر دې یوه ورځ مخکې اجراییه رییس عبدالله عبدالله د ځوانانو د ورځې په مناسبت یوې غونډې ته په وینا کې پر ولسمشر انتقاد وکړ چې له ده سره د کتنې لپاره وخت نه لري، د انتخاباتي اصلاحاتو په اړوندو مسایلو، په مهمو دولتي پوستونو او له هغې ډلې د لوی څارنوال او په بهر کې په یوشمېر سفارتونو کې د چارواکو په مقررولو کې له ده سره سلامشورې نه کوي.

خو ارګ وايي، د ولسمشر په مشرۍ د ملي یووالي حکومت په پوره حوصله مندۍ د چارو پرمخ بېولو کې په نږدې دو کالو کې د زیاتو ستونزو سربیره د پام وړ بریاوې لري.

د ولسمشر اشرف غني ویاند محمد هارون چخانسوري ازادي راډیو سره خبرو کې د ښاغلي عبدالله د وروستیو څرګندونو په اړه وویل:

چخانسوري: په تاسف سره د ډاکټر عبدالله عبدالله د تېرې ورځې خبرې د دولتدارۍ موازینو او روحیې سره برابرې نه وې
چخانسوري: په تاسف سره د ډاکټر عبدالله عبدالله د تېرې ورځې خبرې د دولتدارۍ موازینو او روحیې سره برابرې نه وې

"په تاسف سره د ډاکټر عبدالله عبدالله د تېرې ورځې خبرې د دولتدارۍ موازینو او روحیې سره برابرې نه وې، ځکه د حکومتوالۍ بنسټ پر قانوني اصولو او ضوابطو ولاړ دی او پر هغه مبنا اجرات کېږي."

د ولسمشر غني ویاند هم د ډاکتر عبدالله د څرګندونو په اړه ویلي چې ډېر ژر به یې په اړه جدي او موثر بحثونه وشي.

بل خوا د ملي یووالي په حکومت کې د اجراییه رییس یو مهم ملاتړي امر الله صالح خبرداری ورکړی چې که د عبدالله د ټیم غوښتې ونه منل شي دوی به د حکومت له ملاتړه لاس واخلي.

امرالله صالح اسوشیټیډ پریس خبري اژانس سره خبرو کې پر ولسمشر غني تور لګولی چې په مهمو پرېکړو کې یې عبدالله یوې خواته کړی، نوموړي ویلي چې عبدالله به دا ونه زغمي.

XS
SM
MD
LG