د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

نیویارک ټایمز د عبدالله عبدالله د وروستیو څرګندونو په اړه تبصره کړې


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د اجراییه رییس عبدالله عبدالله د وروستیو لانجمنو څرګندونو په اړه په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي، ښاغلی عبدالله دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د طالبانو حملو د هلمند ولایت مرکز له ګواښ سره مخامخ کړی او په افغانستان کې د اساسي قانون د احتمالي کړکیچ څرک د څرګندیدو په حال کې دی.

ځینو څارونکو ورځپاڼې ته ویلي، ډاکټرعبدالله یوازې د ملي یووالي په حکومت کې دننه نه دی منزوي شوی بلکې حتی خپلو پلویانو یې هم لاس ترې اخیستی.

څارونکي وايي، د عبدالله تندې څرګندونې په داسې حال کې چې وسله طالبان د پرمختګ په حال کې دي دوی ته حیرانوونکې وي، ځکه حتی ده په خپله هم اعتراف وکړ چې حکومت نه دی توانیدلی د هغو سرتېرو مړي ومومي چې له یوې اوونۍ راهیسې په هلمند کې طالبانو محاصره کړي دي.

نیویارک ټایمز د سیاسي چارو د کارپوه هارون میر له قوله لیکي چې وايي، ښاغلي عبدالله د ۲۰۱۴ کال په لانجمنو انتخاباتو کې د جمعیت اسلامي په مرسته او ملاتړ پرمختګ وکړ خو د نوموړي په وینا وروسته له دې چې د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو او د واک له ویش سره یې موافقه وکړه، پلویان یې ترې ناامیده شول.

ښاغلی میر وايي، په دې وروستیو کې د عبدالله پلویانو پر نوموړي له دې کبله انتقاد کاوه چې د ولسمشرغني د ځینو اقداماتو په وړاندې یې هیڅ راز مقاومت نه کاوه.

نیویارک ټایمز د هارون میر له قوله زیاتوي چې، عبدالله د جمعیت کاندید و، خو ویې نشو کړای چې په سم ډول د دې ګوند استازیتوب وکړي او د میر په وینا اوس به د هغه لپاره ډیره ناوخته او ګرانه وي چې بیا د خپلو پلویانو ملاتړ ترلاسه کړي.

ورځپاڼه د شنبې په ورځ د ولسمشر او اجراییه رییس احتمالي کتنې ته د اشارې په ترڅ کې لیکي، ښاغلی عبدالله هیله لري چې ولسمشر به په واقعیتونو پوه شي او منطقي عمل به وکړي ځکه لکه څنګه چې ده په خپله انتقادي وینا کې ویلي، د کیک او کلچو په ورکولو سره د خلکو د غولولو وخت تېر شوی دی.

ایکونومیست:

ایکونومیست مجلې په خپله پرونۍ ګڼه کې په افغانستان کې د نجونو لپاره د یو نوي پوهنتون د پرانیستو په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي، د دې پوهنتون بنسټ ایښودونکي عزیزامیر هغه مهال چې ځوان و، خپله مور د هغې ناروغۍ له کبله له لاسه ورکړه چې علاج یې ممکن و، ځکه مور یې نه غوښتل چې د علاج لپاره یوه نارینه ډاکټر ته ولاړه شي.

ورځپاڼه لیکي، عزیز امیر چې د زړه ډاکټر دی، د موره په نوم په کابل کې د نجونو یو پوهنتون د دې لپاره جوړ کړی چې نجونې په طبي برخه کې زده کړې پکې وکړي.

خپرونه لیکي، موره د افغانستان یوازینی پوهنتون دی چې د نجونو لپاره ځانګړی شوی دی.

مجله د مطلب په پای کې لیکي که څه هم افغان حکومت وايي، اوس مهال د نژدې دوه نیم میلیونه نجونو په ګډون اته میلیونه ماشومان او ځوانان په افغانستان کې په زده کړو بوخت دي، خو ایکونومیست لیکي چې په افغاني ټولنه کې کورنۍ نجونې نه پریږدي چې بلوغ ته له رسیدو وروسته له هلکانو سره یوځای زده کړې وکړي.

XS
SM
MD
LG