د لاسرسي لېنکونه

د روسيې د ناکرارې سيمې شمالي قفقاز په داغستان جمهوريت کې نن د ټرافيکو دوه پوليس افسران د نامعلومو حمله کوونکو له خوا ووژل شول.

د تحقيقاتي کمېټې محلي څانګه وايي بريدکوونکي د دغو دوو افسرانو تر وژنې وروسته له سيمې تښتېدلي دي.

د داغستان پوليسو پرون په لوېديځه سيمه بوتليخ کې څلور مشکوک سخت دريځي وسله وال وژول.

په داغستان کې په وروستيو کې ناامني زياته شوې ده.

XS
SM
MD
LG