د لاسرسي لېنکونه

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير وايي هېواد يې په پام کې لري، له ايران څخه نور طبيعي ګاز هم رانيسي.

مولود چاوش اوغلو ويلي چې دواړو هېوادونو د بيو پر اړوندو مسايلو بحث کړى دى.

په انقره کې له خپل ايراني سيال محمد جواد ظريف سره د خبرو پر مهال چاوش اوغلو وويل، دواړه ګاونډي هېوادونه بايد د ګازو د بيو په اړه پرتې لانجې حل کړي:

"اوس مهال ايران او ترکيه پر ځينو مسايلو بېلابېل نظرونه لري، موږ له دې سره- سره هېڅکله خپل ديالوګ نه دى درولى."

ترکيه هر کال له ايران څخه لس مليارده متر مکعب طبيعي ګاز واردوي او په کلني ډول پنځه برابره نورو ګازو يعنې ۵٠ مليارده متر مکعب نورو ګازو ته اړتيا لري.

دغه تجارت د ترکيې له خوا د پيسو د ورکړې پر څومره والي د لانجې له کبله له خنډ سره مخامخ شوى دى.

XS
SM
MD
LG