د لاسرسي لېنکونه

د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسولین وایي چې د غوره لیګ سیالیو لپاره د اتو زونونو څخه د لوبغاړو چمتوالي دوام لري.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون تخنیکي ډایرکټر طاهر روفي نن ازادي راډیو ته وویل چې د غوره لیګ سیالیو لپاره د ۳۴ ولایتونو څخه لوبغاړي په اتو زونونو ویشل شوي او په کابل کې ترسره کېږي.

ښاغلي روفي زیاته کړه چې اوس مهال هر ورځ د اتو زونونو د فوټبال ټیمونو ترمنځ چموتالي روان دي.

دغه سیالۍ د سنبلې په ۴ مه پیل کېږي او ۴۵ ورځې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG