د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۹

د ټولنیز عدالت غورځنګ د اشرف غني او عبدالله ترمنځ اختلافات وغندل


د ټولنیز عدالت په نوم د مدني غورځنګ غړي له حکومتي مشرانو غواړي چې ژر تر ژره خپلو کې اختلافات لري او د ملي ګټو لپاره ښه حکومتوالي رامنځ ته کړي.

د دغه غورځنګ غړي وايي چې که د حکومتي مشرانو تر منځ اختلافات حل نشي، نو د خلکو بارو به پرې کم شي.

دوی وايي چې د ملي وحدت حکومت د مشرانو تر منځ د اختلافاتو له امله په هېواد کې نا امنۍ زیاتي شوي او خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د یاد غورځنګ غړیو د جمعې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې حکومتي مشران باید ملي ګټو ته و ګوري او خپل منځي اختلافت لري کړي.

د دغه غورځنګ یوه غړي عین الدین بیک په دې اړه یوه اعلامیه هم و لوسته چې په یوه برخه کې راغلي:

"د ملي وحدت حکومت مشران دي خپلو کې اختلافات چې له بې وزله خلکو څخه یې قرباني اخیستي، ژر تر ژره لري کړي، موږ دغه اختلافات غندو او دوی د خلکو پر وړاندي د کړیو ژمنو عملي کولو ته را بولو."

دا په داسي حال کې ده چې د حکومت اجراییه رئیس عبدالله عبدالله تېره ورځ د لومړي ځل لپاره پر ولسمشر اشرف غني سخت انتقاد وکړ.

ښاغلي عبدالله د ولسمشر له لوري یو شمېر مقررۍ تر سوال لاندې راوستې، د هغه یو شمېر پریکړې یې ناسمي و بللې او ویې ویل چې له جمهور رئیس سره به په دې اړه خبري وکړي.

تمه کېږي دواړه مشران د شنبې په ورځ پر هغو مسایلو بحث وکړي چې اجراییه رئیس ورته اشاره کړې ده.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند امید میثم په دې اړه وویل:

"اجراییه رییس له خلکو سره ژمنه وکړه چې ټاکل شوې سبا ته له ولسمشر سره وګوري، خپلې ټولې اندېښنې ورسره شریکي کړي او هیله دا ده چې لکه څنګه چې دواړه خواوي تر اوسه په بریالیتوب سره مخته تللي او پر ملي مسایلو یې خبري کړي، مخته ولاړ شي."

جمهوري ریاست هم له اجراییه رئیس سره د ولسمشر د لیدلو موضوع تایید کړه.

اوس به و لیدل شي چې دواړه مشران به د سبا ورځې تر لیدنو وروسته څومره خپلو کې د اختلافتو پر لرې کولو بریالي کېږي.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG