د لاسرسي لېنکونه

د بغلان په دهنه غوري ولسوالۍ کې د افغان قواوو او دولت-ضد وسله والو ترمنځ جګړه کې شا و خوا ١٠ تنه وسله وال وژل شوي دي.

چارواکي وايي د دې ولسوالۍ څو کلي هم د سله والو له موجوديته تصفيه شوي دي.

د بغلان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر جنرال اميرګل حسين خېل ازادي راډيو ته وويل، دغه وسله واله نښته اوس هم روانه ده:

"نهه تنه يې يو ځاى او بل تن بل ځاى وژل شوي دي، شا و خوا لس تنه يې ټپيان شوي هم دي، شا و خوا ٦ کلي هم تصفيه شوي دي."

د بغلان د امنيت امر وويل، هڅه کوي په دهنه غوري ولسوالۍ کې ټول وسله وال وځپي.

هغه ونه ويل چې په دغو عملياتو کې افغان ځواکونو ته څومره تلفات اوښتي دي.

خو ذبيح الله مجاهد چې ځان د سله والو طالبانو وياند ګڼي، وايي دوى په دهنه غوري کې درې پوځي اډې نيولي او افغان قواوو ته يې درانه تلفات اړولي.

خو د بغلان چارواکي دا مسئله ردوي.

XS
SM
MD
LG