د لاسرسي لېنکونه

په برازیل کې د ۲۰۱۶ کال د المپیک په لوبو کې نن او سبا دوه افغان لوبغاړي مسابقه لري.

کیمیا یوسفي او عبدالوهاب ظاهري به په "ریو" ښار کې د سل متره په ځغاسته کې برخه واخلي.

عبدالوهاب ظاهري له ریو څخه د سکایپ له لارې ازادي راډیو ته وویل چې تر المپیک مخکې افغان لوبغاړو ته ښه امکانات نه و برابر شوي، ده حکومت ته د لوبو د ښه والي لپاره وړاندیز وکړ:

"له دولته موږ دا غواړو چې د بدني روزنې اداره او المپیک سره یوځای کړي، لوبغاړو ته خاصه پاملرنه وکړي، داسې چې ټول لوبغاړي وهڅوي، داسې چې ټول یو موټي شي او یو افغانستان شي، نو څومره ښه خبره به وي."

د ۲۰۱۶ کال د ریو د المپیک په لوبو کې درېیو افغان لوبغاړو برخه اخیستې ده، د کیمیا یوسفي او عبدالوهاب ظاهر ترڅنګ، توفیق بخشي د جودو لوبغاړی دی، بخشي د پنجشنبې په ورځ له پرتګالي لوبغاړي جورج فونسیکا څخه لوبه بایلوده.

XS
SM
MD
LG