د لاسرسي لېنکونه

اکرایني چارواکي وایي، د هغو چاینلونو مخه یې نیولې ده چې وسله والو به استفاده ترې کوله او له دې لارو به له داعش سره یوځای کېدل.

د اکراین د ملي امنیت ادارې پرون وویل، د اکراین په څو ښارونو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې دوی وتوانېدل چې دغه لارې چارې کشف کړي.

د اوکراین د ملي امنیت اداره وایي، په شمال ختیځ ښار خارکیف کې یې یو اپارتمان ومونده چې هلته به په موقت ډول خلک راغونډیدل او بیا به یې له دې ځایه هڅه کوله چې سوریې او عراق ته ولاړ شي.

د اکراین د ملي امنیت اداره وایي چې د پخواني شوروي اتحاد د یوه جمهوریت غړی یې نیولی دی چې داعش ته یې خلک جذبول او په کییف کې یې هم یو تن نیولی دی چې مخکې یې په پټه په سوریه کې پوځي روزنه ترلاسه کړې وه.

XS
SM
MD
LG