د لاسرسي لېنکونه

د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ ولسمشر بارک اوباما د اسلامي دولت ډلې یا داعش موسس وباله.

ټرمپ تېره ورځ په فلوریدا کې د سوداګرو یوې غونډې ته وویل:

"زموږ حکومت زموږ سم حمایت نه کوي، زموږ حکومت داعش ازاد پرې ایښی دی، زه ولسمشر اوباما او هیلري کلنټن د داعش موسسان ګڼم."

ډونالډ ټرمپ یوه ورځ مخکې تر دې هم په فلوریدا کې یوې غونډې ته د خبرو پر مهال پر ولسمشر اوباما ورته تور پورې کړی و.

د ډیموکراتانو د کاندیدې هیلري کلنټن یوه ویاند دا خبرې بې مانا بللې دي او ویلي یې دي چې دا د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د خبرو انعکاس دی، خو سپینې ماڼۍ ونه غوښتل چې د ټرمپ پر خبرو تبصره وکړي.

XS
SM
MD
LG