د لاسرسي لېنکونه

د کاناډا چارواکي وایي چې پولیسو یو کس د اونتاریو په ښار کې وواژه.

د چارواکو په وینا دا کس د داعش ملاتړی و او په دوه اویا ساعتونو کې یې د برید پلان درلود.

د کاناډا پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د امریکا فدرالي پولیسو دوی ته یوه ویډیو ورلېږلې وه چې په هغې کې یو سړی چې مخ یې پټ کړی، وایي:

"پلان لري چې چاودیدونکي موادو ته د بیروبار په وخت په یوې ښاري سیمه کې انفجار ورکړي."

په دې ویډیو کې چې په خبرې کنفرانس کې وښودل شوه، یو سړی د قرانکریم ایتونه وایي او د مسلمانانو پرضد د جنایتونو خبره کوي.

پولیسو دا کس د ارون درایور په نوم پیژندلی دی چې څلرویشت کلن دی او مسلمان شوی دی.

دا کس د تورنتو د شمال لویدیځ په ۲۲۵ کیلومترۍ کې د ستراتوري په نوم ښارګوټي کې اوسیده او پولیسو وواژه.

XS
SM
MD
LG