د لاسرسي لېنکونه

د امریکا متحد ایالتونه وایي چې د روسیې او اوکراین تر منځ مخ په زیاتېدونکي کړکېچ ته ژوره اندېښنه لري.

واشنګتن پر دواړو لوریو غږ وکړ چې له زغمه کار واخلي، بحران وروسته تر دې زیات شو چې مسکو د چهارشنبې په ورځ ادعا وکړه چې په کریمیا کې یې د اوکراین د توطیې مخه نیولې ده.

کییف دا تور رد کړی دی او کریمیا ته یې نژدې خپل ځواکونه تیارسی کړي دي.

بل لور ته مسکو په تور سمندرګي کې د پوځي تمریناتو او په سیمه کې د امنیتي تدابیرو اعلان کړی دی.

په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې الیزابت ترودیو پرون وویل چې وضعیت ډېر خطرناک دی.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر پاولو کلیمکین پرون په کییف کې خبرې غونډې ته د خبرو پر مهال د مسکو ادعا ته اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل:

"د ملګرو ملتو نو په امنیت شورا کې سلا مشوره پیل شوې ده، موږ به د اروپا د امنیت او همکارۍ له سازمان، اروپایي شورا او په ځانګړي ډول له اروپایي ټولنې سره په ارتباط کې شوو"

بل لور ته د اوکراین ولسمشر پیترو پوروشینکو وایي چې دی غواړي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره مخامخ خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG