د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

نواز شریف: امنیتي ادارو ته زیات واک ورکول کېږي


په اسلام اباد کې د ملکي او امنیتي چارواکو تر منځ تر شپږ ساعته غونډې وروسته پرېکړه وشوه چې د پاکستان د امنیت لپاره دې د امنیتي ادارو واک زیات شي.

د پاکستان صدراعظم وایي چې امنیتي ادارو ته به د مسلمانو افراطي وسله والو پرضد د جګړې لپاره زیات واک او اختیار ورکړي.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف
د پاکستان صدراعظم نواز شریف

نوازشریف دا خبره تېره ورځ په اسلام اباد کې د پوځي او ملکي چارواکو یوې شپږ ساعته غونډې ته وکړه.

په دې غونډه کې چې د کوټې د دوشنبې د ورځې د خونړۍ حملې په ځواب کې جوړه شوې وه، د نوازشریف ترڅنګ د مرکزي حکومت وزیرانو، د صدراعظم سلاکارانو، د پوځ مشر راحیل شریف، د ای ایس ای مشر او یو شمېر نورو چارواکو برخه اخیستې وه.

د جرمني اژانس ډی. پی. اې په وینا د بشري حقونو ځینې ډلې په پاکستان کې د امنیتي ادارو د واک زیاتېدو ته دا اندیښنه لري چې له دې سره به د خلکو ځورول زیات شي او له هغوی سره به تشدد ته نورې لارې پرانیستل شي.

خو صدراعظم نواز شریف وایي چې امنیتي ادارو ته چې نور واک او امکانات برابر شي خپله دنده به په ښه توګه ترسره کړي.

د دوشنبې په ورځ د بلوچستان په مرکز کوټه کې د روغتون مخې ته ځان مرګي برید لږ تر لږه ۷۴ تنه ووژل چې اکثر یې وکیلان وو.

د کوټې د تېرې دوشنبې چاودنې اکثره قربانیان مدافع وکیلان وو
د کوټې د تېرې دوشنبې چاودنې اکثره قربانیان مدافع وکیلان وو

داعش ډلې او له پاکستاني طالبانو یوې بېلې شوې ډلې د دې چاودنې مسؤولیت منلی دی.

په اسلام اباد کې د سیاسي چارو څېړونکي حسن عسکري د ازادي راډیو مشال څانګې ته د اسلام اباد د غونډې د پریکړو په اړه وویل:

"که تاسو د مرکزي او ایالتي حکومتونو پخوانیو پریکړو ته وګورئ، نو دوی د ملي تګلارې په پلي کولو کې ناکامه شوې دي، ملي تطبیقي پلان په ۲۰۱۴ کې جوړ شو خو تر اوسه د دې کومه مثبته نتیجه نه ده ترلاسه شوې، نه د وسله والو د مالي سرچینو د بندیدو لپاره څرګند ګامونه اخیستل شوي، نه د مدرسو د اصلاحاتو لپاره دوی څه اقدامات کړي او نه به وکړي."

عسکري زیاته کړه چې چارواکو ته پکار و چې د تروریزم د هڅو د مخنیوي لپاره یې پر نویو اغیزمنو لارو چارو خبرې کړې وای.

د اسلام اباد په غونډه کې د سیمې او داخلي امنیت پر ستراتیژۍ بیا غور وشو او پریکړه وشوه چې د پاکستان د دښمنانو د له منځه وړلو لپاره جدي هڅې وشي.

د پاکستان د اپوزیسیون پیپلز ګوند مشر خورشید شاه وویل چې له امنیتي ادارو سره باید د دې لپاره حساب وشي چې هغوی په خپلو کارونو کې پاتې راغلي دي خو دلته هغوی ته نور واک ورکول کېږي.

په پاکستان کې د څه باندې یوې لسیزې په ترڅ کې د ترهګرو ډلو د جګړو له امله شاوخوا شپیته زره کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG