د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۸

فعالان: که لغمان کې ناامنۍ دوام وکړي دا ولایت به په وزیرستان بدل شي


انځور تزئیني بڼه لري - آرشیف
انځور تزئیني بڼه لري - آرشیف

یو شمېر مدني فعالان په لغمان کې د امنیتي وضعیت په خرابېدو اندېښنه ښيي او وايي چې یاد ولایت ته باید پاملرنه ډېره شي.

دوی ګواښ کوي چې که په هېواد په تېره بیا لغمان کې وروستیو ناامنیو کابو کولو ته حکومت پاملرنه ډېره نه‌کړي نو کابل به هم امن پاتې نه‌شي.

دغو فعالانو چې د پنجشنبې په ورځ د "لغمان وژغورئ" تر عنوان لاندې په یوه اعتراضیه غونډه کې په کابل کې راټول شوي وو، وویل چې په لغمان کې ناامنۍ ورځ تر بلې پراخېږي.

یو له دې مدني فعالانو مجیب‌الرحمان وايي چې په دې وروستیو کې د ناامنیو له کبله ډېر خلک له لغمانه کډې کولو ته اړ شوي دي.

دی وايي:

"اوس وخت د لغمان د مرکز له دروازو هېڅ څوک بهر نه‌شي وتلای او وضعیت ډېر خراب دی ټولو ته معلومه ده چې دا ولایت د کابل دروازه ده که د دې ځای امنیت کنټرول نه‌شي کابل به هم په اوسني حالت کې پاتې نه‌شي."

نوموړی همداراز وايي چې د لغمان ولایت په ټولو ولسوالیو کې امنیتي وضعیت خراب دی او که رسېدنه ورته ونه‌شي دغه ولایت به په وزیرستان بدل شي.

یو شمېر نور مدني فعالان بیا وايي، دا ستونزه یوازې په لغمان کې نه بلکې د هېواد په کچه پراخه شوې کومه چې جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

یو بل فعال عطاالله حیران د ملي یووالي مشران د ناامنیو اصلي عاملین بولي او وايي چې دوی د هېواد د امنیت د تینګښت په فکر کې نه‌دي.

ښاغلی حیران زیاتوي:

"همدا اوس چې کوم وضعیت په پکتیا کې دی یا په هلمند کې څه تېرېږي اصلاً د تېرولو وړ نه‌دی لکه څنګه چې لیدل کېږي قوماندان یا امنیتي ځواکونه چې په دغو ولایتونو کې شته سم تجهیز نه‌دي او نه هم ملاتړ لري."

دا اندېښنې په داسې وخت کې راپورته کېږي چې په وروستیو څو میاشتو کې نا امنۍ پراخې شوي او هلمند، کندز، بغلان، بدخشان، غزني، ننګرهار او یو شمېر نور ولایتونه ډېر وخت د افغان ځواکونو او وسله‌والو ډلو تر منځ د مخامخ جګړو شاهدان وي.

د افغانستان دفاع وزارت د اوپراسیون رئیس محمد حبیب حصاری د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې ناستې پر مهال په ولایتونو کې روانې جګړې تائیدوي خو وايي وضعیت دومره هم خراب نه‌دی چې ویل کېږي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي چې لغمان به ناامنه کېدو ته پاتې نه‌شي بلکې افغان ځواکونه په ټول توان د دښمن د ځپلو تابیا لري.

دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"په لغمان کې کافي قطعات شته او هېڅ کله دښمن ته وخت نه ورکوي چې لغمان ناامنه کړي په هر ځای کې چې دښمن سر راپورته کوي زموږ ځواکونه د دې وړتیا لري چې هغوی له منځه یوسي."

ښاغلی وزیري وايي چې اوس مهال د امنیتي ځواکونو له‌خوا په ۱۷ ولایتونو کې ۲۴ عملیات روان دي.

که څه هم مدني فعالان لوړ پوړي چارواکي تورنوي چې د جنګ په مدیریت بریالي نه‌دي خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د جنرال څخه تر سرتېري ټول په یوه غږ هڅه کوي چې په هېواد کې ناامنۍ مهار کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG