د لاسرسي لېنکونه

وکیل: پاکستانی پلاوی ازرې ته د هلیکوپټرې سپرلۍ خوشې کولو ته تللی


د لوګر د ولایتي شورا غړی عبدالولي وکیل

د لوګر د ولایتي شورا غړی عبدالولي وکیل

د طالبانو له منګولو څخه د یوې پاکستانۍ هلیکوپټرۍ د سپرلۍ د خوشې کولو د هڅو په دوام د پاکستان یو غیر رسمي پلاوی د لوګر ازرې ولسوالۍ ته تللی دی.

د لوګر د ولایتي شورا غړي عبدالولي وکیل د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له بېلابېلو لارو هڅه کېږي څو د یادې پاکستانۍ هلیکوپټرې اووه سپرلۍ د طالبانو له منګولو وژغورل شي.

ښاغلي وکیل وویل، په دې برخه کې ځیني پرمختګونه شوي خو تر اوسه د یادو اوو کسانو برخلیک سم نه‌دی معلوم.

دی وايي:

"په دې برخه کې هم موږ او هم قومي مشران او سپین ږیري لګیا دي کار کوي. له پاکستان څخه هم په غیر رسمي شکل خلک راغلي دي په دې موضوع کار روان دی. تر اوسه موضوع په ابهام کې ده. خو د هر لوري طالبانو سره خبرې روانې دي."

د لوګر ولایتي شورا یاد غړي د پاکستان د غیر رسمي پلاوي د غړو شمېر او هویت په اړه جزئیات ورنه‌کړل.

د پاکستان یوې هلیکوپټرې په ظاهره د تخنیکي ستونزې له امله یوه اوونۍ وړاندې د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته وکړه او اووه سپرلۍ یې چې شپږ پاکستاني اتباع او یو روسی وو طالبانو ونیول.

په ازره کې د یادې هلیکوپټرې بېړنۍ ناستې ځیني غبرګونونه او پوښتنې د افغان سیاستوالو په وړاندې راپورته کړې خو چارواکو وویل چې د افغانستان له فضا څخه‌یې د یادې هلیکوپټرې د تېرېدو اجازه ورکړې وه.

د لوګر د ولایتي شورا ځینو غړو او د ازرې ولسوالۍ قومي مشرانو د سې شنبې په ورځ وویل چې د پاکستانۍ هلیکوپټرې د سپرلۍ د ژغورلو لپاره‌یې هڅې روانې کړي خو طالبانو د هغوی د خوشې کولو په بدل کې ځیني شرطونه ایښي دي.

که څه هم د لوګر سیمه‌ییزو چارواکو او قومي مشرانو د طالبانو د شرطونو په اړه څه ونه‌ویل خو د مشرانو جرګې د دفاعي کمېسیون رئیس هاشم الکوزی وايي، طالبانو د یادو اوو کسانو د خوشې کولو په بدل کې د خپلو ملګرو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي الکوزي زیاته کړه:

"طالبانو دوی ته یو څه شرطونه وړانډې کړي چې هغه د ځینو کسانو راخوشې کول دي او هغوی ویلي چې د دغو کسانو په بدل کې ستاسو کسان خوشې کوو. دغسې معلومات موږ لرو، دا چې دوی په خفیه ډول راځي دوی هم په دې پوهېږي چې د دوی اسیران له طالبانو سره دي او طالبانو دوی تر افغان حکومت خپلوان بولي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په ازرې ولسوالۍ کې د پاکستاني هلیکوپټرې د بېړنۍ ناستې په اړه د تحقیقاتو لپاره یو کمېسیون ټاکلی و چې تر اوسه‌یې خپل کار نه‌دی بشپړ کړی.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري که څه هم ازرې ولسوالۍ ته د پاکستاني پلاوي د سفر په اړه بې خبري وښوده خو ویې ویل چې ټاکل شوی کمېسیون د هلیکوپټرې د سپرلۍ د ژغورلو لپاره هڅې کوي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG