د لاسرسي لېنکونه

د جرمني د کورنیو چارو وزارت په هغه هېواد کې د امنیتي تدابیرو د لا ډېرېدو پلان لري.

دا اقدام د هغو خلکو د اندېښنو راکمولو په هدف ترسره کیږي چې په جرمني کې د تېرې میاشتې د دوو بریدونو له کبله راپورته شوي دي. د هغو بریدونو مسولیت د اسلامي دولت ډلې اخېستی وو.

تمه ده د کورنیو چارو وزیر توماس ډیمیزیرینن دغه نوي اقدامات په یوه خبري کنفرانس کې اعلان کړي.

د جرمني خبري اژانس په دغه ترورېزم ضد پلان کې به ښایي د مسلمانو مېرمنو لپاره د ټول مخ د پټولو بندیز شامل وي او هم به د همدې پلان له مخې استخباراتي کارکوونکي اجازه ولري چې ان ۱۴ کلن ځوانان تر تحقیق لاندې ونیسي.

د جرمني خبري اژانس په خبره د دغه پلان په یوه خپره شوې کاپي کې داسې اقدامات هم شامل دي چې په عامه ځایونو کې به امنیتي کمرې ډېرې شي، پنځلس زره اضافي پولیس افسران به وګمارل شي او پر مشکوکو تندلارو به د وسلې خرڅول بند شي.

خو دې میزیري پرون په برمین کې له فدرال پولیسو سره د لیدنې پر مهال وویل چې دغه پلان لا تر اوسه هم تر بحث لاندې دی. دی وایي په خپله له ټولو اقداماتو سره موافق نه دی.

XS
SM
MD
LG