د لاسرسي لېنکونه

انقره وایي، د جولای میاشتې د ناکامې کودتا په اړه د پلټنې د یوې برخې په توګه‌یې د پوهنې په سکتور کې د ۲۷۴۲۴ تنو د کار جواز لغوه کړی دی.

د ترکیې د پوهنې وزیر عصمت ایلماز نن ویلي دغه کسان د دوی په وینا د موازي حکومت غړي وو او هغوی ته به په عامه او خصوصي تعلیمي تأسیساتو کې د کار اجازه ورنه‌کړل شي.

په ترکیه کې د موازي حکومت اصطلاح د هغې شبکې لپاره کارول کېږي چې حکومت‌یې د امریکا مېشت مذهبي مشر او د ولسمشر عمده سیاسي مخالف فتح‌الله ګولېن پلویان بولي.

ولسمشر رجب طیب اردوغان د جولای د ۱۵ نېټې ناکامه کودتا د ګولېن پلان ګڼي، خو هغه دا تور ردوي.

د ترکیې حکومت د همدې کودتا وروسته د تصفیې چارې پیل کړي او له ډېرو دولتي او خصوصي تأسیساتو څخه‌یې زرګونه کسان د ګولېن د پلوۍ په تور نیولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر زید راد الحسین پرون په ژنیو کې روېټرز خبري اژانس ته ویلي وو چې دا کار خطرناکه پایلې لرلای شي.

دی وايي:

"خطر تل هغه مهال رامنځته کېږي کله چې ډېر شمېر کسان ونیول شي او تاسو ډېر داسې کسان ولرئ چې له محاکمې پرته بندیان وي او د ناوړه چلند چې ځینې وختونه ان د شکنجې تر حده رسېږي، ادعاوې موجودې وي."

ترکیې د ګولېن خوځښت یو ترورېستي سازمان بللی او له امریکا څخه‌یې غوښتي چې په پنسلوانیا ایالت کې مېشت ګولېن وروسپاري، خو امریکا په کودتا کې د ګولېن د ښکېلتیا په اړه له ترکیې څخه کافي شواهد غواړي.

XS
SM
MD
LG